لښکرګاه (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۳): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د شاوخوا اته ميليونه افغانيو په لګښت د دارالحفاظ لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې دا ودانۍ د ولسواليو د پراختيا د پروګرام (ډي، ډي، پي) له لارې د ٧،٧ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو کلونو په موده کې په عصري ډول جوړه شوه.
رسوليار وايي چې په دې ودانۍ سلګونه زده کوونکي کولى شي په يوه وخت کې زده کړه وکړي او همداراز به هغه افغان ځوانان له احتياجه خلاص کړي چې د ديني زده کړو لپاره ګاونډي هېواد پاکستان ته ځي.
د والي مرستيال وويل چې ځينې وختونه د هېواد د ديني مدرسو له لارې د نظام پر ضد ناروا تبليغ کېږي، خو ديني عالمان دنده لري چې د دغه کار مخنيوى وکړي او ځوانان سمې لارې ته وهڅوي.
رسوليار زياته کړه: “محترم ملايان دې خپل مسووليت اداء کړي، د جومات او منبر له لارې دې حقه لاره خلکو ته وښيي، زده کړو ته دې هڅوي او داسې نوري ګټورې چارې دې ورته وښيي.”
بلخوا د هلمند د پوهني رييس عبدالمتين جعفر وويل چې د دې ودانۍ د جوړېدو چارې بايد دوه کاله مخکې بشپړې شوې واى، خو د ساختماني شرکت د بې پروايۍ له امله يې کار دومره وځنډېد.
د جعفر د معلوماتو له مخې، دا دارالحفاظ اته درسي خونې لري او کولى شي پر يو وخت ۵۶۰ زده کوونکي درس په کې ووايي.
د پوهنې رييس وويل چې د دغه دارالحفاظ په درسي کرېکولم کې به د ديني زده کړو ترڅنګ د ښوونځيو مضامين هم تدريس شي.
د ګرشک د دارالحفاظ نوې ودانۍ د اوس لپاره د احاطې دېوالونه نه لري، خو جعفر وويل چې هڅه کوي بوديجه پيدا کړي او د احاطې د دېوالونو تر څنګ د زده کوونکو لپاره يوه ليليه هم جوړه کړي.
د هلمند د پوهنې رييس همداراز يادونه وکړه چې که څه هم د ګرشک ولسوالۍ د ښوونکو لپاره ښارګوټۍ په نښه شوى، خو دا چې د اوس لپاره په کې د ملي اردو سرتېري ميشت دي دوى نه شي کولى دغه نومرې پر ښوونکو ووېشي.
د هلمند د پوهني رياست د ديني چارو مرستيال مولوي محمد نبي په وينا، دا مهال په دغه ولايت کې ۲۱ ديني مدرسې شتون لري چې ۱۴ يې پرانيستې دي او ۷۱۱۸ تنه زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
مولوي محمد نبي وايي چې په دې ولايت ١٦٢ نورې مدرسې هم فعالې دي، خو د پوهنې رياست له غوښتنو سره سره راجستر شوي نه دي.
د مولوی عبدالرووف په نوم يو تن ديني عالم چې د ګرشک په دارالحفاظ کې استاد دى، ددې د ودانۍ پر جوړېدو يې خوښي وښوده او ويې ويل چې په دې سره به د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې تر ډېره لرې شي.
دى وايي چې د ودانۍ تر جوړېدو وروسته د څښاک او اودس لپاره د اوبو د امکاناتو برابرول د زده کوونکو سخته اړتيا ده او همداراز بايد د ودانۍ د احاطې دېوالونه هم جوړ شي.
دى وايي چې دارالحفاظ ته نږدې د مارکيټونو دجوړېدو لړۍ پيل شوې “چور روان دی که چيرې د دارالحفاظ پولې معلومې نه شي کېدای شي د ودانۍ شاوخوا ځمکې غصب شي.”
عبدالرووف وايي چې د پوهنې رياست بايد د ښوونکو د معاشونو د لوړولو لپاره هم پاملرنه وکړي.










