منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

يو شمېر خلک د اووه کلن “ماراغا” لاړې د خپلو ناروغانو لپاره درملنه ګڼي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کندهار (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٣ ): له کندهار ښاره لس کيلومتره لرې سوېل لوېديځ پلو، د ډنډ ولسوالۍ په ذاکر شريف سيمه کې د څو خټينو کورونو تر مخ په هوارو شوو پلاستيکي فرشونو ډله- ډله خلک د لمر تودوخې ته ناست ليدل کېږي.

دغو خلکو چې له ځانونو سره يې مېرمنې او ماشومان هم را په مخه کړي، له څېرو يې ښکاري چې له ډېرو لرې سيمو او ولايتونو راغلي دي.

دوى هغو خرافاتي اوازو تر دې ځايه را رسولي چې په دې وروستيو کې خوله په خوله ګرځي، چې ګواکې يو اووه کلن ماشوم د شپې له خوا د مار په بڼه بدلېږي او د هر راز ناروغيو درملنه کولاى شي.

دغه هلک چې کورنۍ او خلک ورته د حاجي محمد اغا (مار اغا) خطاب کوي، د نجونو جامې پرتن؛ په ناز او ادا د ناستو خلکو په منځ کې راتاوېږي او د هغوى پر مخونو لاړې ور توکي چې همدا د هغه د (کرامت؟) او ناروغيو د درملنې ټوله کيسه ده.

دلته د راغلو خلکو له وضعيت څخه ښکاري چې ډېرى يې د وروسته پاتې سيمو اوسېدونکي دي او له پوهې بې برخې دي.

د همدغو خلکو له ډلې د الله نظر په نوم يوه ٥٣ کلن سپين ږيري راته وويل، له اروزګانه راغلى، پوره نيمه ورځ يې سفر کړى او د پښو له درد څخه د خلاصون په هيله يې ځان د مار اغا تر درشله را رسولى دى.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کال دوه کېږي چې د پښو له درده کړېږم، ډېرو ډاکټرانو ته د درملنې لپاره ولاړم، خو په دارو درملو مې ښه ونه شول، اوس دا دى مار اغا ته راغلى يم، ګوندې د هغه په دم او چوف مې د پښود درد ښه شي.))

 هغه زياته کړه، په خپله مې تر اوسه نه ليدلي او نه اورېدلي چې دغه هلک دې د چا علاج کړى وي، خو له خلکو يې اورېدلي چې هغه د شپې له خوا مار کېږي، همدا اوازه په لنډ وخت کې تر لرې ځايونو رسېدلې او ډېر ناروغان يې پر ځان رامات کړي دي.

د محمد ظاهر په نوم يو بل تن له خپلې کورنۍ سره يو ځاى له شاوليکوټ ولسوالۍ څخه راغلى، هغه پژواک اژانس ته وويل: ((مخکې مو دوستان راغلي وو، اوس موږ راغلي يو، په کور کې مريضان لرو، ډاکټرانو ته هم د درملنې لپاره ورغلي يو، خو کله مو چې د مار اغا کيسې واورېدې، نو موږ وويل چې دلته هم بايد يو ځل راشو.))

نوموړي زياته کړه چې اقتصادي حالت يې ښه نه دى، خو بيا يې هم دلته په راتلو ځان سرګردانه کړى چې ګوندې مار اغا به يې د ناروغانو علاج وکړي.

دى وايي، خلک له خپل وس سره سم د مار اغا کورنۍ ته پسونه، غوايي، چرګان او نغدې پيسې هم ورکوي.

د نارينه وو سره په خوا کې په يوه بله څلور دېوالي کې لسګونه ځوانې او عمر خوړلې مېرمنې هم له خپلو ماشومانو سره مار اغا ته انتظار باسي چې له لرې سيمو راغلي دي.

هغوى د مار اغا له راتګ سره په بوتلونو کې اچول شوي اوبه او نور خوراکي توکي د هغه په خولې پسې ګرځوي، تر څو هغه پرې لاړې تف کړي.

دلته راغلې ټولې مېرمنې ناروغانې نه دي، بلکې خپلو نورو ستونزو او غوښتنو هم تر دې ځايه راوستې دي.

د بي بي جانې په نوم يوې زړې مېرمنې پژواک اژانس ته وويل: ((ځوان زوى مې دى، دوه کاله مخکې مو واده ورته وکړ، خو مېرمنې يې هغه اوس زما څخه جلا کړى دى، زه غواړم چې زما زوى بېرته راشي، د همدې لپاره مار اغا ته راغلې يم.))

يوې بلې مېرمنې خپل نوم نوريه وښود او ويې ويل چې د سپين بولدک ولسوالۍ څخه راغلې ده.

دا وايي، لس کاله يې د واده کېږي، خو اولاد نه لري، ډېرو ډاکټرانو ته ورغلې او ګټه يې نه ده کړې، اوس مار اغا ته په دې هيله راغلې چې کېداى شي اولاد يې وشي.

که څه هم په خپله دغه هلک (مار اغا) د عمر د کموالي له امله خبرې نه شواى کولاى خو پلار يې وويل چې شاوخوا ٣٠  کاله مخکې د ګډې پولې د هغې غاړې د بلوچستان ايالت پښين سيمې ته کډوال شوي وو او له تېرو دوو کلونو راهيسې بېرته دلته راغلي دي.

هغه چې خپل نوم يې عبدالصمد وښود، پژواک اژانس ته وويل: ((زما زوى د هر ډول ناروغيو علاج کوي او هره ورځ له لرې ځايونو څخه ښځې او نارينه ورته راځي.))

دى وايي، د علاج دا کيسه د هغه له کورنۍ پيل شوه او هغه داسې چې د ده خور په پښو نه شوه ګرځېداى، خو وروسته جوړه شوه. 

نوموړي که څه هم په پيل کې وويل چې زوى يې د شپې له خوا په مار بدلېږي، خو په دې اړه له ډېرو پوښتنو او بحث وروسته بېرته له خپلې خبرې په شا شو او ويې ويل، دا اوازه خلکو ګډه کړې چې ګواکې هغه مار کېږي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې خپل زوى ته د نجونو جامې اغوستې، وويل: ((زوى مې دا خوښوي چې د نجونو جامې واغوندي.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه دغه کړنه خرافات او د خلکو تېرايستل نه ګڼي؟ وويل موږ په زور خلک نه دي راوستلي، هغوى په خپله خوښه راځي.

په کندهار کې په يوه او بل نوم ورته سوداګري او د خلکو تېر ايستنه اوږده مخينه لري او تل يې هغه وګړي ښکار ګرځېدلي چې له پوهې او ادراک څخه بې برخې دي.

د عبدالغفور پېروز په نوم د کندهار يو ديني عالم په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قران او حديت له مخې الله ج له ناروغيو د شفا لپاره فطرتاً درمل پيدا کړي، په دې اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: “مَا أَنْزَلَ اللَّهُ دَاءً، إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ دَوَاءً.” يعنې الله په دې دنيا کې د هرې ناروغۍ تر څنګ د هغې درمل پنځولي دي.

هغه زياته کړه، له ناروغيو څخه د خلاصون د الله فطري لار درمل دي، څوک چې له دا ډول ناوړو لارو لکه د مار اغا په نوم ماشوم چې دم و چوف کوي، له خپلو ناروغيو څخه نجات غواړي، هغوی د الله ياده شوې فطري لار خوشي کړې او د جهالت او خرافاتو پر هغې لار روان دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په کلکه غندنه کړې ده.

د ده په وينا، د يوه هلک په لاړو له ناروغيو څخه شفا تر لاسه کول له هره پلوه ناسمه خبره ده، نه طب دا منلای شي، نه د دين له مخې داسې څه حقيقت لري، بلکې د قرآن او حديث ټولې لارښونې د داسې کړنو پر خلاف دي او دا شيان خرافات ګڼي.

هغه دا هم وويل چې الله د هيچا په ناړو کې اغېز او برکت نه دی ايښی،داسې ګروهې يوازې په هغو ټولنو کې رامنځته کېږي چې خلک يې د علاج لپاره روغو طبي وسايلو ته لاسرسی نه لري او په هغو ټولنو کې وده کوي چې د شعور او تعليم کچه پکې ټيټه وي.

د کندهار يو روغتيا پال ډاکټر عبدالغني مصباح هم دا د خلکو تېر ايستل او يوه خرافاتي عقيده ګڼي او وايي په دې توګه نه يوازې د خلکو درملنه نه شي کېداى، بلکې د ناروغيو د لېږد وسيله هم ده.

هغه زياته کړه، د کم عمر ماشوم د خپل نظافت او پاکوالي خيال نه شي ساتلاى، که هغه د خلکو پر مخونو او خوراکي توکو لاړې توکي، نو په دې توګه هغه ډېرې نورې ناروغۍ خلکو ته لېږدوي، چې په ټينګه يې مخنيوى په کار دى.

د کندهار ډېر اوسېدونکي هم نيوکه کوي چې ولې په ټولنه کې داسې خرافاتو ته اجازه ورکول کېږي، په داسې حال کې چې دغلته د حج او اوقافو په نوم رياست شته چې د دغه راز کړنو مخنيوى يې په دندو کې راځي