منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د ننګرهار څلورو ولسواليو کې متخصصې ښځينه ډاکټرانې نشته

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

جلال اباد(پژواک ۱۵ سلواغه ۹۳) : د ننګرهار ولايت د ۲۸روغتيايي مرکزونو په ګډون د منځي ‌طب لپاره د ودانيو او په څلور ولسواليو کې يې د متخصصې ښځينه ډاکټرانو نشتوالی د کارونو پر وړاندې لويه ستونزه ده.

د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د سلواغې په ۱۵مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې سږکال د ولايت د نوي روغتون لپاره ۱۰ ميليونه ډالره بوديجه منظور شوې، چې په راتلوونکو درېيو کلونو کې به يې پر جوړولو ولګول شي.

هغه زياته کړه، چې دا نوی روغتون د جلال اباد ښار په شپږمه ناحيه کې په ۲۰۰ جريبه ځمکه  کې جوړېږي چې له امله به يې د دوی ډېر کارونه اسانه شي.

نوموړى وايي: (( موږ د ۲۸ روغتيايي مرکزونو او د منځي طب لپاره ودانۍ نه لرو ، د ښځينه ډاکټرانو د کموالي ستونزې تر ډېره حل شوې، خو اوس هم په څلور ولسواليو، حصارک، شېرزاد، ګوشته او دوربابا کې ښځينه ډاکټرانې نشته خو هلته مو قابلې روزلي او عملا کار کوي.))

  کامه وال وايي ، په تېرو شپږو مياشتو کې يې ۱۶۰ ټنه بې کيفيته غذايي توکي او ۱۵ ټنه تاريخ تېري درمل نيولي او له منځه يې وړي دي.

د ده په خبره، د ننګرهار ملکی روغتون د ۵۳۳ بسترونو درلودونکی دی ، خو د ننګرهار پر ناروغانو سربېره د کونړ، نورستان او لغمان ولايتونو ، د سروبي او ازرې ولسواليو د ناروغانو لپاره هم خدمات وړاندې کوي.

هغه وايي :(( د ننګرهار په روغتون کې اوس د هر ډول ناروغيو درملنه کېږي ، موږ د سر په کوپړيو کې د وينې د جاري کېدو عمليات هم ترسره کړي او ترې بريالي راوتي يو . دغه راز يو شمېر نور سخت جراحي عملياتونه مو هم ترسره کړي دي. ))

نوموړي وويل چې د دغه ولايت د ټولو هغو روغتيايي مرکزونو لپاره به ودانۍ جوړې شي چې اوس ودانۍ نه لري او د منځي طب د ودانۍ جوړلو لپاره يې پروپوزل برابر کړی دی.