منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

عرب سوداګر د فراه له اوسېدونکو سره مرستې کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

فراه ( پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣): د فراه د مرکز اړوند په “ننګ آب” سيمه کې د قطر هېواد سوداګرو په مرسته د يوې لېسې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوه.

د فراه د پوهنې رييس محمد صابر فاروقي د معلوماتو له مخې دغه ودانۍ د شيخ علي بن عبدالله ثاني په نوم د قطر هېواد يو سوداګر په ٢٩٠ زره امريکايي ډالره مرسته جوړه شوې ده.

هغه وايي، چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې ١٢ درسي او يو شمېر اداري خونې لري.

ده وويل، چې يادې لېسې تر دې دمه په يوې کرايي ودانۍ کې فعاليت درلود.

ياد عرب سوداګر هم د دې ودانۍ د پرانيستې په موخه نن جوړې شوې غونډه کې حضور درلود.

هغه چې د جمعيت الغرافه الخيريه موسسې مشر دى وايى چې دى له افغانستان سره مينه لري او خپل دويم هېواد يې ګڼي. 

ده وويل، چې عربو پر افغانستان د شوروي د پوځونو د يرغل پر مهال هم له افغانانو سره مرستې کړې دي او دا مهال د فراه د جامع جومات د جوړولو کار هم د ده په مرسته روان دى.

دغه راز هغه وويل، چې په فراه کې د يوه روغتون د جوړېدو چارې هم د ده په مرسته روانې دي.

دى وايي په پام کې لري چې په فراه کې لس جوماتونه او د يوه بل ښوونځي ودانۍ هم جوړه کړي.