منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر د محمدداوود روغتون ته د خدمت نښان ورکوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

کابل(پژواک ١٥ سلواغه٩٣): ولسمشرغني وايي،په کابل کې د سردار محمد داوودخان روغتون کارکوونکو په تېرو سلو ورځو کې د پام وړ خدمتونه کړي،چې له امله به يې دې روغتون ته د خدمت نښان ورکړل شي.

د ولسمشر د وياند دفتر ليکي چې ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې  تېره ورځ له ياد روغتون څخه د ليدنې پر مهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د تلې په مياشت کې په ناڅاپي ډول دې روغتون ته ورغلى و، او هلته يې د بې نظمۍ او شته ستونزو له امله د دې روغتون يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.

خو د ولسمشر د وياند دفتر د معلوماتو له مخې،غني تېره ورځ له ياد روغتون څخه د ليدنې پر مهال  ويلي،چې د ياد روغتون د سالمې ر هبرۍ او په روغتون کې د مثبت بدلون راتلو  له امله به  د دغه روغتون مشر ته لومړی درجه ستاينليک ورکړي.

په اعلاميه کې راغلي : (( ولسمشر غني د سردارمحمد داوود خان د روغتون د چارو د ښه والي لپاره د يو منسجم پنځه کلن پلان د جوړولو له امله د دغه روغتون له مشرتابه څخه مننه وکړه، ويې ويل چې دا يو اساسي پلان او يو څرګند ليد لوری دی او يو صلاحيت لرونکی کمېسيون به وګومارل شي چې د دغه روغتون د مشرتابه ټول وړانديزونه وڅېړي او عملي جنبه ورکړي.))

هغه ويلي ، اړوندو چارواکو ته به لارښوونه وکړي چې د دغه پلان په چوکاټ کې دغه روغتون ته د دې زمينه برابره کړي چې د طبي توکو او درملو د پيرودلو لپاره خلاص لاس ولري.

د سرچينې په حواله، ولسمشر غني له نړيوالو غوښتنه کړې،چې د دې روغتون د کارکوونکو د روزنې او د بورسونو د  زياتوالي په برخو کې  مرسته وکړي .

غني زياته کړې : (( د سردار محمد داوودخان د روغتون د مشرتابه د غوښتنې پر بنسټ مو د ترکيې، هندوستان او چين له هېوادونو سره خبرې کړي او پر دغو هېوادونو سربېره اذربايجان هېواد هم چمتو دی چې له دغه روغتون سره همکاري وکړي.))

غني ويلي چې له دې وروسته به  د دې روغتون کارکوونکو ته د بست له مخې نه، بلکې د هغوی د خدمت له مخې ترفيع ورکول کيږي.

ولسمشر د ياد روغتون کارکوونکو ته په خطاب کې ويلي : (( راځئ چې په يوه لوړ هدف کار وکړو او هغه داچې د سردار محمد داوود خان څلورسوه بستريز روغتون او د هغه اړوند د قول اردوګانو روغتونونه د سيمې په غوره بيلګه ييزو روغتونونو بدل کړو، ځکه تاسو د دې وړتيا لرئ چې دغه کار تر سره کړئ.))

په اعلاميه کې د ولسمشر له خولې ليکل شوي،چې د دې روغتون کارکوونکو د ښو خدمتونو په ترسره کولو سره هغه تورونه  لرې کړي،چې پر دې روغتون لګول شوي وو .

په خبرپاڼه کې د دې تورونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

ولسمشر  ويلي : (( زه د وسله وال پوځ اعلی قوماندان په توګه نن  پر تاسو باورلرم .))

ده په ياد روغتون کې د وسله وال پوځ له  بستري  منسوبينو سره هم کتلي او د روغتون له چارواکو يې د هغوى د لازمې درملنې غوښتنه وکړه .