جلال اباد (پژواک ۱۵ سلواغه ۹۳): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې د پاکستان په مرسته په جلال اباد ښار کې د “پښتورګو” روغتون د جوړولو چارې بشپړې شوې او له دغه هېواد يې غوښته وکړه، چې د روغتون لپاره ژمنه شوي وسايل ژر تر ژره راولېږي .
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د سلواغې په ۱۵مه د ننګرهار د ولايت په مقام کې د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، دغه روغتون چې د سيمې په کچه به خدمات تر سره کوي، د جوړولو چارې يې پاى ته رسېدلې دي.
هغه زياته کړه : (( پاکستان ژمنه کړې وه چې د ۶۰۰ ميليونه کلدارو په مالي مرسته به دې روغتون ته وسايل او تجهيزات اخلي خو تراوسه يې نه دي اخيستي .))
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې پاکستان به د ياد روغتون لپاره ژمنه شوي ټول وسايل او تجهيزات راولېږي.
د عامې روغتيا رييس وويل ، د ياد روغتون خدمات ښايي له دولتي بوديجې تر سره نه شي، نو له ولسمشر يې وغوښتل چې دا روغتون دې نيمه خصوصي کړي.
ده زياته کړه : ((موږ د ننګرهار د سرپرست والي په لاسليک اړوندو ادارو ته مکتوب لېږلی، څو دا روغتون نيمه خصوصي شي، ځکه خدمات به يې ښه خو ارزانه وي.))
دغه راز د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې د “پښتورګو” روغتون د تجهيزاتو په اړه ولايتي ادارې په کابل کې د پاکستان سفارت او په ننګرهار کې يې له قونسلګرۍ سره خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، پاکستانيو چارواکو ژمنه کړې چې دا تجهيزات به له ژمنې سره سم افغان حکومت ته ورکړي او په خپله ولايتي اداره هم ياده مسئله تعقيبوي.
په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي مسوول اختر منير پژواک اژانس ته ومنله چې دوى د ياد روغتون لپاره د وسايلو او تجهيزاتو ژمنه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې ډېر ژر به په نږدې راتلونکي کې دغه وسايل د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا مسوولينو ته وسپاري ، څو ياد روغتون فعاليت پيل کړي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس په دې ولايت کې د مور ، ماشوم د مړنې په اړه وويل چې د مړينې کچه يې تر پخوا راکمه شوې ده.
د هغه په وينا، په ۲۰۰۲ م کال کې له هرو سل زره ميندو څخه شاوخوا ۱۶۰۰ تنه مړې کېدې خو اوس دا کچه په کال کې ۳۲۷ تنو ته راټيټه شوې ده .










