Language

په خوست ښار کې د کاروان سراى سړک جوړ شو

خوست ښار (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣): په خوست ښار کې د کاروان سراى سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه سړک چې څلور کيلومتره اوږدوالى لري، د خوست ښار ختيځ لوري ته جوړ شوى، چې د دې ولايت د پنځو ولسواليو لار پرې تېره شوې ده.

د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ د سلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سړک د پرانيستې په مراسمو کې والي ، ځايي چارواکو، قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي  د دې سړک د پرانيستلو پر مهال خبريالانو سره په خبرو کې د ياد سړک جوړېدل، د بيارغونې په ډګر کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله .

هغه زياته کړه، د کاروان سراى سړک د کارونو په بشپړتيا سره، خوست ښار له يو شمېر مهمو ولسواليو سره، په اساسي توګه ونښلول شو او ټولې هغه ستونزې هوارې شوې، چې له دې وړاندې د يادې لارې په اوږدو کې پراته ولسونه ورسره  مخ وو.

نوموړي له هغو خلکو مننه وکړه، چې د دې سړک لپاره يې خپل کورونه ړنګ او ټول ولس يې اباد او هوسا کړ.

نعيمي له خلکو وغوښتل، چې هېڅ وخت سړکونو ته نږدې کورونه جوړ نه کړي، ځکه چې د ښاري پلانونو د تطبيق پرمهال يې کورونه ويجاړېږي.

د والي وياند وايي، دغه څلور کيلومتره سړک  ١٣ متره سور لري، چې د فوايد عامې وزارت د ٧٠ ميليونه او شپږ سوه اته اويا زره افغانيو په لګښت جوړ شوى او چارې يې په اتو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د ولايتي شورا رييس اميرالله زړه سواند د کاروان سراى سړک پر جوړېدو خوښي وښوده او د ولايتي ادارې هغه کړنې يې وستايلې، چې د خوست د پرمختګ او بيارغونې لپاره يې ترسره کوي.

قومي مشر مير زمان صبري د بيارغونې ټول کارونه د ولس او دولت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې مهم وبلل او له مرکزي ادارو او نړيوالو مرستندويو ټولنو يې وغوښتل، چې خوست ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Related Topics