خوست ښار (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٣): په خوست ولايت کې سلګونه زده کوونکي د زده کړو له شپږ مياشتني عصري کورس څخه فارغ شوي دي.
دغه زده کوونکي چې شمېر يې ديارلس سوه ته رسېږي، د هېواد پال ځواک مدني بنسټ له خوا د شپږو مياشتو په لړ کې د کمپيوټر او انټرنېت په برخو کې په وړيا ډول روزل شوي، چې زياتره يې د بې وزلو کورنيو غړي دي.
د هېوادپال ځواک مدني بنسټ مسوول صاحب ګل فرهاد د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له کله چې دوی په خوست کې خپل فعاليت پيل کړی، تر دې ګړۍ يې شپږ زره زده کوونکي چې اووه سوه يې نجونې دي، په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.
هغه وايي: ((هېوادپال ځواک لکه څرنګه يې چې په نورو برخو کې د پام وړ کارونه کړي دي، همدا ډول يې په ښوونيزه برخه کې هم د ۱۳۹۰ لمريزکال نه تر ۱۳۹۴ کال پورې شپږ زره فارغين چې اووه سوه يې نجونې دي ورکړي، چې نن ورځ مو ديارلس سوه (۱۳۰۰) فارغين په څلورمه دوره کې ورکړل، دغه پروګرامونه په ساينسي مضامينو، کمپيوټر، په انګليسي، د انټرنېټ او د ژورنالېزم په برخو کې روزلي دي.))
د فرهاد الله فرهاد په نوم زده کوونکى چې د کمپيوټر په برخه کې يې شپږ مياشتې زده کړې کړې او نن ورځ د فراغت سندونه ترلاسه کړل، د هېواد پال خواک له مدني بنسټه مننه وکړه چې د بې وزلو زده کوونکو لپاره يې د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې ده.
هغه زياتوي: ((موږ د کمپيوټر په برخه کې شپږمياشتينۍ زده کړې ورکړې، په ورځيني ژوند کې د کمپيوټر څخه ډېره ګټه اخېستل کيږي او زه غواړم په دې برخه کې ټولنې ته خدمت وکړ.))
له بلې خوا په خوست کې د ځوانانو چارو مدير انور زاهد وايي، انټرنېټ او کمپيوټر له اوسنۍ نړۍ سره د اړيکو بهترينه وسيله ده.
هغه وايي، زده کوونکي د انټرنېټ په مرسته کولای شي، د نړۍ د پرمختګونو او دغه راز مهم معلومات لاسته راوړي.
هغه وايي: ((په نننۍ نړۍ کې د کمپيوټر او د انټرنېټ په برخه کې زده کړې ډېرې مهمې دي؛ ځکه کله چې موږ د کمپيوټر په برخه کې زده کړې ونه لرو، نو انټرنېټ ته لاسرسی نه لرو، خو کله چې انټرنېټ ته لاسرسی ونه لرو، نو موږ له نړۍ سره روابط نه شو لرلی او د ځمکې پرمخ چې کوم پرمختګونه کېږي، هغه موږ د انټرنېټ په ذريعه ترلاسه کوی شو.))
هېوادپال ځواک مدني بنسټ په ۱۳۹۰ لمريز کال کې خپل کارونه پيل کړل چې د ښوونيزې برخې ترڅنګ په سياسي، ټولنيزو او د پاکۍ په برخو کې فعاليتونه کوي.