جلال اباد (پژواک ۱۸ سلواغه ۹۳): د ننګرهار ولايت فرهنګيان د اخوند موسی باباجي تاريخي مقبرې الوځول وغندل او د طلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه يې غوښتنه وکړه چې دا تاريخي مقبره له سره جوړه کړي.
د موسی بابا جي مقبره چې د بټي کوټ ولسوالۍ د شاشخېلو په سيمه کې ده ، د چارواکو په وينا د سلواغې په ١٤مه ،د وهابي طالبانو له لوري په ماينونو الوځول شوې چې ډېره برخه يې خراب شوې ده.
چارواکو ويلي وو چې په سيمه کې مېشتو وسله والو طالبانو د اخندزاده موسى باباجي په مقبره کې ماينونه اېښي وو او بيا يې ورته چاودنه ورکړې چې له امله يې ياد زيارت بشپړ نړېدلى او ورسره نږدې جومات هم زيانمن شوى دى.
د کابل پوهنتون استاد او د ختيځې سيمې د ليکوالو د ټولنې مشر لال پاچا ازمون دا پېښه غندي او د تاريخي اثارو د له منځه وړلو لپاره يې بهرنۍ هڅې بولي.
هغه پژواک اژانس ته وويل : (( موسی بابا جي د خوشحال خان بابا معاصر سړی ديني عالم وو ،ليکنې او شعرونه هم ترې پاتې دي، ده به د مغلو پر ضد فتواوې ورکولې او کله کله په خوشحال بابا د ده د خطونو په احترام ځينې بنديان خوشې کول.))
استاد ازمون وويل چې د هغه مقبره نيمه پيړۍ تاريخي قدامت لري ، د اطلاعاتو او کولتور وزارت بايد دا مقبره بېرته جوړه کړي.
ليکوال او ژورنالېست قاضي سيد اختيار سباوون بيا وايي، چې اخوند موسی بابا د ستر اسلامي عالم، مؤلف ، صوفي او د خوشحال خان خټک د زمانې روحاني مبارز شخصيت وو .
هغه پژواک اژانس ته وويل ، اخوند موسی د عبدالستارخان زوی او د اخوند محمود (چې دپېښور په پشتخره سيمه کې يې زيارت دی) سکه ورور او په خټه مومند پښتون و،پلار يې د کوټ ولسوالۍ د تيراهي درې خان و چې دواړه زامن يې د دين دعوت او تبليغ ته وقف کړي و.
سباوون وايي موسی باباجي د “پښتانه شعرا” په پنځم ټوک کې د يو پښتون عالم په توګه معرفي شوی ، همدا راز سرمحقق زلمی هېوادمل په فرهنګ زبان و ادبيات پښتو په دويم ټو ک کې د نوموړي له اثارو څخه يادونه کړې ده چې له اثارو څخه يې د (پرشاګرد داستاد حقوق) او (الفنامه) ياده شوې چې قلمي نسخه يې د هندوستان د دامپور ښار درضا لايبريرۍ په ۳۹ نمر کلکېسون کې خوندې شوې ده .
دی وايي : ((موږ د دغه ستر ديني عالم او د وخت پښتون مبارز دقبر الوځول د افغانستان د تاريخ او جغرافيې د دښمنانو کار بولو او په سختو ټکو يې غندو.))
د ختيځ ادبي بهير مشر ضياء الدين همت مل پژواک اژانس ته وويل چې د دغسې تاريخي ځايونو ويجاړول غندي او هيله لري چې حکومت ددغه ډول ځايونو سمه ساتنه وکړي.
نوموړي زياته کړه: (( د تاريخي سيمو د ساتنې لپاره بايد امنيتي ادارې او په ټوله کې د اطلاعاتو او کولتور رياست جدي پاملرنه وکړي.))
د اخوند موسی باباجي د مقبرې ساتونکي سيد سميع الله چې ځان د موسی باباجي له اولادې بولي له حکومت څخه غوښتنه وکړه ، چې ياده مقبره بېرته جوړه کړي .
دى وايي : (( د موسی باباجي قبر ته د ورځې لسګونه کسان د دعا لپاره راتلل او د زيارت ملنګانو به يوشمېر هغه کسان چې مار يا لړم چيچلي وو ، هغه به يې دمول ، ولې دا خو داسې ځای نه و، چې خلکو به په کې خرافاتي اعمال ترسره کول. ))
د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم پژواک اژانس ته تاييد کړه چې وسله والو کسانو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د اخوند موسی باباجي قبر په ماينونو الوځولی.
ده زياته کړه: (( دا يوه تاريخي مقبره ده ، موږ يې په ورانولو خواشيني يو ، خو جوړول يې د اطلاعاتو او کولتور رياست امکاناتو ته په پام ناشونی کار دی ، موږ به يې په تړاو له اطلاعات او فرهنګ وزارت سره خبرې وکړو. ))
د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب پژواک اژانس ته وويل چې دا مقبره د سلواغې په څوارلسمه د قاري نصرالدين په مشرۍ د وهابي طالبانو له لوري په ماينونو الوځول شوې ، چې د مقبرې ډېره برخه يې خرابه کړې او ورته څېرمه پخوانی تاريخي جومات هم زيانمن شوی دی .
غالب وايي، چې د اخوند موسی باباجي زيارت شاوخوا شپږ سوه کاله تاريخي قدامت لري او يوشمېر خلک به يې زيارت ته راتلل .
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ادارې د خلکو د ساتنې ترڅنګ د تاريخي ځايونو د ساتلو دنده لري او د ولايت اداره به تر دې وروسته د تاريخي ځايونو د ساتلو لپاره هڅې وکړي.
عبدالزي وويل چې د ولايت اداره به د تاريخي ځايونو د امنيت لپاره ګډ پلان جوړ کړي، څو د ورته پېښو مخنيوی وشي.










