ژبه

د خوست په بهرام خېلو کې د يوه سربند د جوړېدو چارې پيل شوې

خوست ښار (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٣): د خوست په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د بهرام خېلو سيمې د کروندو لپاره د يوه سربند د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د سلواغې په ٢١مه د ياد سربند د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دغه سربند ۷۰ متره اوږدوالی لري او د جوړېدو چارې به يې په ۱۳ مياشتو کې بشپړې شي.

نوموړي وويل، د دغه سربند په جوړېدو سره به چې د نړيوال بانک له لوري د څه باندې ۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي، شاوخوا ۲۵۰۰ جريبه ځمکه خړوبه شي.

نعيمي زياته کړه: ((دغه سربند د سيمې د خلکو لپاره ډېر مهم دی. د دې جوړول د يادې سيمې د خلکو د کلونو کلونو غوښتنه وه چې ډېر ژر به ترې ګټه واخلي.))

د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي احمدګل پژواک اژانس ته وويل چې د سېلاب په راتلو سره له تېږو او شګو جوړ شوی سربند په بشپړ ډول نړېږي او بزګران له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړ:((شګې او تېږې سېلاب ته نه شي تم کېدای. که دا سربند په پاخه ډول جوړ شي، زموږ د غريب کروندګرو ستونزې چې په دې برخه کې ورسره مخ دي، هوارې شي.))

د يادې ولسوالۍ د شورا يوه غړي وزيرخان له پژواک اژانس سره په خبرو کې د بهرام خېلو د سيمې د ځمکو خړوبولو لپاره د ياد سربند پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه.

وزير خان د نورو مشرانو په استازيتوب دولت ته ډاډ ورکړ چې که د دوی په سيمه کې هر ډول د بيارغونې پروژه ترسره کېږي، دوی به يې په بشپړ ډول امنيت خوندي وساتي.

هغه غوښتنه وکړه چې دولت دې د خلکو ستونزې وڅېړي او د هواري ترڅنګ يې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

ورته موضوع