منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په روان کال کې سوځېدنه او ځان سوځونه د ٥٥ تنو د مړينې لامل شوې

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٣): په روان کال کې د کابل استقلال روغتون کې د سوځېدو او ځان سوځونې ٦٨٥ پېښې ثبت شوې او له دې ډلې يې د ٣٢ ښځو په ګډون ٥٥ تنه مړه شوي دي.

د روغتون شمېرې څرګندوي، چې په دې ډله کې اووه ځان سوځونې (شپږ ښځې او يو نارينه) هم شته چې ټولو يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال ٧٠٠ کسه دې روغتون ته را وړل شوي وو  او له دې ډلې ٩٥ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى وو، چې ٥٨ يې نارينه او ٣٧ نورې يې ښځې وې.

له دې ډلې شپږ د ځان سوځونې پېښې وې، چې درې ښځې، دوه د کم عمر نجونې او يو نارينه په کې شامل وو او ټول مړه شول.

د استقلال روغتون د پلاستيک جراحۍ د سوځېدو څانګې د نرسنګ مدير ډاکټر محمد فاضل وويل، چې دا شمېرې يواځې د کابل او نورو ولايتونو دي، چې روغتون ته را وړل شوي او طبيعي ده، چې د هېواد په کچه به د ځان سوځونې او سوځېدو د پېښې کچه تر دې هم لوړه وي.

هغه زياته کړه، هغو کسانو چې ځان سوځونه کړې، د سوځېدو کچه يې ٨٠ سلنه وه؛ په داسې حال کې، که يو څوک ٦٠ سلنه ځان سوځونه وکړي او يا هم سوځي، نو د ژوندي پاتې کېدو امکان يې نه شته.

ډاکټر فاضل د ځان سوځنې لامل چې د ناروغانو په دوسيو کې ثبت شوي دي، کورنى تاوتريخوالى، کمزورى اقتصادي او رواني ناروغۍ بولي.

د استقلال روغتون د نرسنګ مدير زياته کړه، چې يوه مياشت وړاندې له غزني ولايت څخه يوه ځوانه مېرمن روغتون ته راوړل شوه؛ دغه مېرمن له ٩٠ څخه تر ٩٥ سلنې پورې سوځېدلې وه، د خواښې او ناوې تر منځ د کورني تاوتريخوالي په سبب يې په ځان تېل شيندلي او ځان يې سوځولى و.

ډاکټر فاضل وويل چې دغې مېرمنې يو درې کلن زوى درلود، خو دا چې د سوځېدو ټپونه يې ژور و، درې ورځې وروسته مړه شوه.

روغتون ته په ور ننوتو سره، د  هغو کسانو چيغې او فريادونه اورېدل کېږي چې ځانونه يې سوځولي او يا سوځېدلي دي؛ د دا ډول چيغو او فريادونو په اورېدو سره د انسان روح او روان ځورېږي.

اتلس کلنه ښايسته، يوه مياشت وړاندې د بخار دېګ په چاودنه کې سوځېدلې او روغتون ته راوړل شوې ده، اوس په يوه څه ارامۍ سره خبرې کولى شي، هغې وويل: ((د تنور په غاړه ناسته وم، دېګ مې د تناره له سره کوز کړ، يو ډول غږ يې کاوه، بيا مې د تناره په سر کېښود، يو ځل وچاودېده، سينه، مټ، غوږونه، مخ لاسونه او غاړه مې وسوځېدل.))

ښايستې په خپلو نوکانو خپل وچ شوي ټپونه ګرول او ويې ويل، چې اوس ښه شوې او هيله لري چې ډېر ژر به له روغتون څخه رخصت شي.

٤٥ کلنه عاقله، چې لاسونه، پښې او مخ يې سوځېدلى او دوې اونۍ وړاندې استقلال روغتون ته راوړل شوې ده، په لړځېدلي غږ يې وويل، ١١ کسه وو، د کور بخارۍ يې ډېره ګرمه شوې وه، د دسترخوان شاوخوا ناست وو چې په کوټه کې ايښي ګاز يې غږ وکړ، پنځه کسه ترې ژوبل شول، د کور کړکۍ او دروازې وسوځېدې.

د استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې د نرسنګ مدير وويل: ((شاوخوا پنځوس سلنه پېښې د ګازي بخاريو په سبب دي؛ کله چې زموږ هېوادوال د شپې ويده کېږي، ګاز په خپله مړ شي، خو بالون خلاص وي، ګاز د کوټې منځ ته راځي او کله چې ګوګرد ووهل شي، نو ټول کور اور اخلي.))

له بلې خوا تېر کال د ځان سوځونې ٨٦ او سږ کال ٢٣ پېښې د افغانستان بشري حقونو کمېسيون کې ثبت شوې دي.

د دې کمېسيون وياند رفيع الله بيدار وويل، چې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړول، اسلامي او عمومي زده کړې، د “ولې ځان سوځونه” کتاب چاپ او خپرېدل او د ولايتونو سيمه ييزو ارګانونو ته يې استول چې په پاليسو کې يې ځاى شي، د دې کمېسيون له کارونو څخه دي چې د ځان سوځونې په کمښت کې يې اغېز درلودلى دى.

خو هغه زياته کړه :((خو دا چې ډېرې داسې پېښې په ټولنه کې شته، د دود له مخې پټېږي، نو د کره  شمېرو ښودل يې هم ګران دي.))

بيدار زياته کړه چې وزګارتيا په ځانګړي ډول د ځوانانو وزګارتيا، بېوزلي، تنګ لاسي، د مناسب خوراک پوښاک نشتوالى او د ځوانانو بې ځايه غوښتنې، د دې چارې لامل ګرځي او ځوانان خپل ژوند ختموي.

نوموړي وويل چې ډېرې ځان سوځونې د ښکته عمر نجونو کې رامنځته کېږي، ځکه چې په هغه عمر کې ځوانان احساساتي او د ځوانۍ په غرور کې ورک وي، چې بايد کورنۍ په ځانګړي ډول مور او پلار ورته ځير شي.

ارواپوهان وايي، د دې ستونزو يو لامل په کورنۍ کې د راحت نشتوالى دى، ځکه چې ښځې هغه ارام نه لري چې بايد له خپل خاوند او ماشومانو سره يې ولري؛ خاوند يې حق نه ورکوي او حاکم دود د دې اجازه نه ورکوي چې ويې غواړي، نو ځکه خو ځان سوځوي.

ارواپوه او د کابل د ښوونې روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي استاد شرف الدين عظيمي وويل: ((ډېرې مېرمنې په رواني ناروغۍ اخته دي، په راتلونکي د باور د نشتوالي په سبب ناراحته دي، فکري تمرکز يې له منځه تللى، نو ځکه خو پر ځان تسلط نه لري،  په ځان سوځونه لاس پورې کوي.))

ځان وژنه په اسلام کې حرامه ده او د ځان وژونکي ځاى دوزخ ښودل شوى دى.

ديني عالم شمس الرحمن فروتن وويل، څوک چې په ځان سوځونه او ځان وژنه لاس پورې کړي، هغه که په هره بڼه او هرې ستونزې سره مخ شوى، نو يو حرام کار يې ترسره کړى دى.

هغه زياته کړه: ((څوک چې خپل ځان ووژني، په اخرت کې به د ابد لپاره هره ورځ هغسې وژل کېږي، څنګه يې چې ځان وژلى دى.))

دغه ديني عالم زياته کړه چې انسان د خپل ځان مالک نه دى، د انسان مالک الله تعالى دى او همدغه ذات نه غواړي چې بندګان يې د دين او عقل مخالف وي.

مولوي فروتن ټينګار وکړ: ((څوک چې ځان سوځونه کوي، جنازه يې نه کېږي، يواځې تکفين او دفن کېږي؛ همدا ډول خداى دې وبښي ورته نه ويل کېږي، ځکه چې دغه کس د سترې ګناه مرتکب شوى؛ د اخرت جزا يې داده چې په دوزخ کې څنګه چې په دنيا کې سوځېده، خپل ځان به سوځوي.))

د يادونې وړ ده چې د ښځو چارو وزارت سږ کال د وژنو، ځان سوځونې، ځان وژنې، وهلو ډبولو، په زور ودولو، له کوره تېښتې او … په ګډون له ٢٢٠٠ زياتې پېښې ثبت کړې او څه موده وړاندې يې هم د کورني تاوتريخوالي د مخنيوي او کمښت په برخه کې د کورنيو د ذهنونو روښانولو لپاره  ١٤ ورځنۍ کمپاين هم په لاره اچولى و