جلال اباد (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۳): د ختيځو ولايتونو سلګونو علماوو د افغان امنيتي ځواکونو او افغانانو پر وړاندې جګړه ناروا وبلله او پاکستان يې په افغانستان کې پر ترهګرۍ تورن کړ.
د ديني علماوو دا غونډه د سلواغې په ۲۹مه د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې ترسره شوه چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو سلګونو ديني علماوو په کې برخه لرله.
د افغانستان د “اتحاد علما” ټولنې رييس مولوي محمد يونس امرخېل د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د ختيځو ولايتونو تر زر ډېر ديني علما راټول شوي او له افغان پوځيانو يې ملاتړ اعلان کړ.
هغه زياته کړ: ((ديني علماوو ځکه له افغان پوځيانو ملاتړ وکړ چې مسلمانان دي او د خپل هېواد، ولس او مشرانو ساتنه کوي. کوم پاکستانى چې ځان ديني عالم بولي او په افغانستان کې يې د جهاد فتوا ورکړې، هغه د پاکستان او برېتانيا جاسوس دی، الله به د دغه کار جزا ورکړي.))
امرخېل د افغان حکومت پر هغې تګلاره نيوکې وکړې چې د سولې لپاره دې له پاکستان سره خبرې وشي.
ده زياته کړه: ((د حکومت دا تګلاره غلطه ده، پاکستان په سوله کې بېخې مرسته نه کوي، هغوی خپل اهداف لري او جګړې ته لمن وهي.))
ديني عالم مولوي عبدالظاهر حقاني پژواک اژانس ته وويل چې افغان سرتېري مسلمانان دي، د خپل هېواد او خلکو د ساتلو لپاره قرباني ورکوي؛ ځکه خو د هغوی ملاتړ کوي.
ده زياته کړه: (( نن ماشومان ، زنانه، معلم ، ديني عالم او ولس خوندي نه دي، دا ټول د پرديو لوبه ده. زه په ملا عمر او حکمتيار غږ کوم چې د روان حالت مخنيوی وکړي که نه الله تعالی په ترې په اخرت کې سخته پوښتنه وکړي چې ولې هغه کسان وژني چې مسلمانان دي او کلمه وايي.))
د لغمان ديني عالم مولوي نقيب الله پژواک ته وويل، د افغان پوځيانو ملاتړ کوي او هيله لري چې ولس د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړي.
ده زياته کړه: ((موږ د افغانانو وژل چې مسلمان دي، غندو او دا کار د اسلام خلاف بولو.))
د سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا وياند جګړن شېرين اغا په پژواک اژانس ته وويل چې افغان سرتېري د خپل هېواد او ولس د ساتنې جوګه دي.
نوموړي زياته کړه: ((له افغان سرتېرو څخه د ديني علماوو دغسې ملاتړ د سرتېرو پر روحيه ښه اغېزه لري. موږ خپل ولس ته د امنيت ډاډ ورکوو چې ستاسو سرتېري ستاسو د ساتلو لپاره ولاړ دي.))
د يادونې ده، تر دې مخکې د ولايتونو تر څنګ په کابل کې هم د يوې لويې غونډې په ترڅ کې زرګونو ديني عالمانو له ملي ځواکونو ملاتړ اعلان کړى و.










