خوست ښار (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): په خوست ښار کې د ځمکو خړوبولو لپاره د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
دغه سربندونه د خوست د مرکز سوېل ختيځ ته د فارم باغ له سيمې د تېر شوي شمل خوړ په اوږدو کې د ډېري او لکڼو سيمې خړوبوي.
د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي د سلواغې په ٢٩مه د دغو سربندونو د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سربندونو تر څنګ دوې ويالې هم جوړېږي.
هغه زياته کړه، پر دې پروژو کېدونکی لګښت چې ۳۰ ميليونه افغانۍ کېږي، نړيوال بانک يې ورکوي او د جوړېدو چارې به يې په راتلونکو څو مياشتو کې بشپړې شي.
والي نعيمي وايي: ((هغه اوبه، چې اوس بهېږي او خلک ترې ګټه نه شي اخيستلی، د دې سربندونو او ويالو پر جوړېدو سره به راوګرځول شي او د ځمکو په خړوبولو کې به ترې ګټه واخيستل شي.))
نوموړي همدارنګه وويل، غواړي چې د سربندونو په جوړولو سره، هغه ځمکې چې کافي اوبه ورته نه رسېږي، خړوبې او د کرنې برخې ته وده او پراختيا ورکړي.
نعيمي زياتوي: ((که موږ د ځمکو لپاره کافي اوبه ولرو، زموږ زراعت وده او پراختيا کوي او بزګرانو ته مو اسانتياوې رامنځته کېږي.))
د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي اميرالله پژواک اژانس ته وويل چې په پاخه ډول د جوړ شوي سربند د نشتوالي له امله يې ټولو کرنيزو ځمکو ته اوبه نه رسېږي.
هغه زياته کړه: ((د ياد شوي سربند د جوړېدو په پايله کې به د زياتو اوبو له امله، زموږ کرنيز محصولات څو چنده زيات شي؛ ځکه اوس داسې ځمکې لرو، چې د اوبو د نشتوالي له امله شنډې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د دې اونۍ په پيل کې هم د خوست د مرکز په متون خوړ کې د ۶۲ ميليونو افغانيو په لګښت د نړيوال بانک له لوري د شپږو لويو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې.