منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

المان ته د درملنې لپاره تللو ځينو ماشومانو مورنۍ ژبه هېره کړې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٣): پنځوس سوځېدلي او هغه ماشومان چې هډوکي يې مات شوي، په المان کې تر درملنې وروسته، په داسې حال کې راستانه شول، چې ځينو يې خپله مورنۍ ژبه هېره کړې ده.

دغه ماشومان له يوه کال نه تر ١٥ کلونو پورې عمرونه لري او د المان په سولې کلي کې يې له شپږو مياشتو تر يوه کال پورې وخت تېر کړى او نن بېرته خپل هېواد ته را ستانه شول.

د دې ماشومانو له ډلې، ځينو يې په خپلې مورنۍ ژبه خبرې نه شوى کولى او په الماني ژبه غږېدل، چې د خبرو پرمهال يې له نورو هغو مرستو غوښته، چې مورنۍ ژبه يې نه وه هېره کړ؛ له همدې امله يې په المان کې د خپلې درملنې او خاطرو په اړه څه ونه ويل، خو په شونډو يې خورې موسکا ښودله، چې په هغه هېواد کې يې ښه وخت تېر کړى دى.

د دې ماشومانو له ډلې د کابل د استالف ولسوالۍ اوسېدونکې اته کلنه فردوسيه هم ده، چې اوس له المان نه راستنه شوې، په الماني ژبه خبرې کوي او د پښې ماتېدو له امله لکڼه ګرځوي. نوموړې د نورو ماشومانو په منځ کې د خپلې کورنۍ د راتلو په تمه وه.

د يوولس کلنې انار بي بي د سوځېدلې پښې درملنه هم په المان کې شوې او اوس ښه شوې ده. هغې وويل چې هلته د درملنې ترڅنګ د فوټبال، رسامۍ او نقاشۍ زمينه هم ورته مساعده وه او په دې برخو کې يې ځان رسولى دى.

هغې په ماشومانه ژبه خوښي وښوده، چې خپل وطن ته راستنه شوې ده.

١٥ کلن نوراغا، چې پښه يې د لوېدلو پرمهال ماته شوې او په المان کې يې د درملنې لپاره يو کال تېر کړى، وايي، هيله لري چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي، په المان کې لوړې زده وکړي او د هغه هېواد له ډاکټرانو څخه تر زده کړې وروسته، په افغانستان کې د جګړه ځپلو خلکو درملنه وکړي.

دې ماشوم د المان له سولې کلي او افغاني سرې مياشتې ټولنې څخه مننه وکړه، چې هغه يې يو ځل بيا ژوند ته هيله من کړى دى.

د کابل ښار اوسېدونکى ٣٥  کلن عبداللطيف، چې خپله لور يې له لاسه نيولې وه، د خوښۍ په څرګندولو سره يې وويل، چې شپږ مياشتې وړاندې يې لور وسوځېده او المان ته يې د درملنې لپاره واستوله، اوس دا دى بېرته روغه رمټه را ستنه شوه.

د افغاني سرې مياشتې د نړيوالو اړيکو د سفرونو د تنظيم مدير محمد نصير ذکي وويل، چې په المان کې د هر ماشوم د درملنې لګښت شپږ زره يورو کېږي، چې د سرې مياشتې له خوا ورکول کېږي.

د هغه په خبره، تر اوسه څه باندې څلور زره افغان ماشومان د افغاني سرې مياشتې له خوا المان ته استول شوي او تر درملنې وروسته بېرته را ستانه شوي دي.

دغه ماشومان په ١٣٨٨ کال له المان سره د لاسليک شوي هوکړه ليک پر بنسټ، دې هېواد ته د درملنې لپاره لېږل شوي وو.

د ويلو ده، چې تېره اوونۍ هم د افغاني سرې مياشتې له خوا ٨٠ داسې ماشومان، چې هډوکي يې مات او يا هم سوځېدلي وو، د المان د سولې کلي ته واستول شول، چې تر درملنې وروسته به بېرته هېواد ته را ستانه شي.