منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرش فابريکو فعاليت سلګونه تنه په بېلابېلو ناروغيو اخته کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک ٦ کب ٩٣): د کابل د ده سبز ولسوالۍ د تره خېلو کلي اوسېدونکي، د دوى په سيمه کې د فابريکو د فعاليت د بندېدو غوښتنه کوي او وايي، چې د دغو فابريکو فعاليت په ياده سيمه کې د ډول ډول ناروغيو د رامنځته کېدو لامل شوى دى.

 دوى ګواښ کوي، چې که يې حکومت غوښتنو ته پام ونه کړي نو په سوله ييزو لاريونونو به لاس پورې کړي.

 د تره خېلو کلي سره په نږدې سيمه کې، يوه د قير د توليد او څلور د کرش فابريکې فعاليت کوي. همدارنګه په دغه ولسوالۍ کې د خښتو ٤٠٠ بټۍ هم موجودې دي چې د يو شمېر بټيو له دود څخه خلک تنګ شوي دي.

 د قير د توليد فابريکه له څو لسيزو راهيسې په دغه سيمه کې فعاليت کوي او پاتې نورې فابريکې د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې په دغه سيمه کې رامنځته شوې دي.

 د دغه کلي يوه اوسېدونکي عبدالمجيد پژواک خبري اژانس ته وويل: ” د تره خېلو کلي خلک د دغو فابريکو د دود او خاورو له لاسه خپل هر څه له لاسه ورکړي دي. “

 د هغه په وينا، د دوى په کلي کې سلګونه ماشومان او سپين ږيري په بېلابېلو تنفسي ناروغيو اخته شوي او يوه درې کلنه ماشومه يې چې د ساه لنډۍ په ناروغۍ اخته شوې وه، شپږ مياشتې مخکې له همدې امله له لاسه ورکړې ده.

 

همدارنګه نوموړي وويل، چې د يادې سيمې د انګورو حاصلات هم د دغو فابريکو او بټيو له امله زيانمن شوي او د تېر په پرتله يې حاصلات کم شوي دي.

 د ياد کلي يوه بل اوسېدونکي حاجي محمدتواب وويل: ” ترهګرۍ هغومره قربانيان له تره خېلو وانخيستل لکه څومره چې دغو فابريکو اخيستي.”

 هغه زياته کړه، چې د تره خېلو په هر کور کې يو کس په تنفسي ناروغۍ اخته دى او هره اوونۍ د دغو ناروغيو له امله له درېيو تر څلورو ماشومان له لاسه ورکوي.

 نوموړي هم وويل، چې د تيږو د ميده کولو ماشينونو ګرد او دود، د انګورو پر حاصلاتو هم منفي اغېز کړى دى.

 د هغه په وينا، پخوا به په دغه سيمه کې د انګورو يوه تاک له يوه من څخه ډېر حاصل ورکاوه، خو اوسمهال دغه اندازه له يوه من راټيټه شوې ده.

 د تره خېلو د ولسي شورا غړي محمدابرهيم وويل، چې په دغه کلي کې شاوخوا اوه زره کورنۍ ژوند کوي او د فابريکو له دود او نورو ستونزو څخه تر پوزې راغلي دي.

 هغه زياته کړه، چې د سيمې خلکو څو ځلې د ده سبز له ولسوالۍ غوښتي چې په دغه استوګنيزه سيمه کې د فابريکو د فعاليت مخه ونيسي، خو تر اوسه پورې په دغه کار نه دي بريالي شوي.

 محمدابراهيم زياته کړه: ” که چېرې دولت پام ونه کړي موږ مجبور يو چې په لاريونونو لاس پورې کړو.”

 

د دغه کلي يوه بل اوسېدونکي احمد جاوېد وويل: ” کله چې هم د کاڼو د جلا کولو لپاره کومه چاودنه کېږي نو زموږ ماشومان فکر کوي چې بيا کوم ځانمرګى بريد شوى دى.”

 فيضي هم ګواښ وکړ چې دغې ستونزې ته د حکومت د نه لاسرسي په صورت کې به د سيمې خلک په سوله ييز لاريون لاس پورې کړي او د کابل-بګرام لار به د ترافيکو پر مخ وتړي.

د ده سبز ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال سيف الدين ننګيالى د ياد کلي د اوسېدونکو دغه ستونزه مني او وايي، چې ياده  موضوع يې څو ځلې د فابريکې له مالکانو سره ياده کړې ده.

هغه وويل، چې د سيمې خلکو ته ډېر زيان د قير د فابريکې د فعاليت له امله چې د کابل ښاروالۍ پورې اړونده يوه دولتي فابريکه ده، رسيږي.

د کابل ښاروالۍ د ساتنې او مراقبت مشر انجنير ذکريا حبيبي هم ومنله چې د کرش ماشينونو په ګډون دغه فابريکه، د يادې سيمې د هوا د ککړېدو لامل شوي دي.

حبيبي څرګنده کړه، چې د قير فابريکې د فعاليت د بندېدو او يا کومې بلې سيمې ته د هغې د لېږد په اړه بايد د حکومت مشرتابه پرېکړه وکړي، ځکه دغه پرېکړه د ښاروالۍ له واکونو لوړه ده.

 د هغه په وينا، دغه فابريکه د کابل ښاروالۍ يواځينۍ توليدي فابريکه ده، چې له توليد څخه يې د واټونو د جوړولو او بيارغونې په برخه کې ګټه پورته کېږي.

 د کرش ماشينونو مالکان خبرو ته حاضر نه شول، خو په ده سبز کې د خښتو بټيو د اتحاديې مشر حاجي جنت مجاهد وويل، چې د خښتو بټۍ د استوګنې له ځايونو لرې پرتې دي او په ټولو بټيو کې د ډبرو له سکرو ګټه اخيستل کېږي.

 هغه وويل، پخوا به په بټيو کې پلاسټيکي ټايرونه سوځول کېدل، خو اوسمهال د هوا له ککړتيا څخه د مخنيوي په موخه له ټايرونو ګټه نه پورته کېږي.

 د هغه په وينا، که چېرې دولت په ده سبز کې د دغو بټيو د فعاليت درول غواړي نو بايد د هغو دېرش زرو کسانو لپاره چې په يادو بټيو کې په کار بوخت دي؛ د کار زمينه برابره کړي او يا هم د خښتو د بټيو لپاره کوم بل ځاى وټاکي.