کابل (پژواک ١٠ کب ٩٣): کابل او يو شمېر ولايتونو کې د وروستيو طبيعي پېښو د قربانيانو د فاتحې او د قران عظيم الشان د ختم مراسم د ولسمشر اشرف غني او يو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو په ګډون تر سره شول.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ په جومات کې نن تر سره شول، ولسمشر اشرف غني، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د غوره حکومتوالۍ او د اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود، د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړى وو.
ګډونوالو، په هېواد کې د وروستيو طبعي پېښو قربانيانو روح ته دوعا وکړه.
د رسمي شمېرو له مخې، د واورې ښويېدنې په ګډون په يادو پېښو کې ٢٧٨ تنو ژوند له لاسه ورکړى او پاتې ١٣٤ نور ټپيان شوي دي. د واورې ښويېدنې پېښو له ډلې يې يواځې ٢٠٠ تنو په پنجشېر ولايت کې ژوند له لاسه ورکړى او د دې ترڅنګ د هېواد په کچه ١٢٤٨ کورونه ويجاړ او يا هم زيانمن شوي دي.
دغه پېښې، په پنجشېر، پروان، هرات، فراه، غور، بادغيس، بغلان، بدخشان، کندوز، تخار، سرپل، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، نورستان، باميان او نيمروز ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
د دغو پېښو په مناسبت، د شنبې له ورځې (د کب نهمه) څخه تر درېيو ورځو پورې ملي ماتم اعلان شوى او نن همدارنګه د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د قربانيانو د فاتحې او قران عظيم الشان ختم مراسم هم تر سره شول.










