منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل نوي ښار کې د پانګه اچونې د جذب هوکړه ليک لاسليک شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): د کابل نوي ښار پروژې ته د پانګونې د جذب او صنعت کارانو ته د اسانتياوو د برابرولو د همکاريو هوکړه ليک ددې ښار د پراختيا ادارې او سوداګرۍ او صنايعو وزارت تر منځ لاسليک شو.

ټاکل شوې د کابل نوى ښار چې لومړني کارونه يې پيل شوي، د پروان ولايت په باريک اب او د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې په ٣٧٠زره جريبه ځمکه کې په ٣٠ کلونو کې جوړ شي.

د کابل نوي ښار ادارې چارواکي وايي چې د پلان له مخې کابل نوى ښار د درې ميليون وګړو لپاره جوړېږي او ټولې ښاري اړتياوې ورته په پام کې نيول شوې دي.

د کابل ښار د پراختيا ادارې مرستيال انجنير الهام عمر هوتکي ددې هوکړه ليک د لاسليک پرمهال وويل چې ددې هوکړه ليک له مخې، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مسووليت لري چې د پانګونو د جذب په برخه کې د زياتو اسانتياوو په برابرولو سره ګڼ شمېر پانګه وال او صنعتکاران دې ښار ته را جلب کړي.

هغه زياته کړه:((ددې هوکړه ليک بسنټيزه موخه د فعاليتونو د تکرار مخنيوى، په ګډو مقاطعو کې د تشو رامنځته کېدل او د کابل نوي ښار د ماسټر پلان په تطبيقي پړاوونو کې وظيفوي لاسوهنه ده.))

دده په خبره، ده په دې ښار کې پنځه صنعتي پارکونه په پام کې نيولي چې په لومړي پارک کې د سپکو صنايعو لپاره ٢٥٠٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

نوموړي وويل چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت بايد ددې ښار د معياري پارکونو جوړېدو ته ټينګه پاملرنه وکړي.

د هغه په خبره، اټکل شوى چې دغه ښار به د شاوخوا ٢ ميليارده ډالرو پانګونې د جذب امکان ولري او په دې پروژه کې به ٢٠٠ زره تنو ته د کار زمينه مساعده شي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست او تجارتي مرستيال مزمل شينواري په دې مراسمو کې وويل چې وزارت د پانګونې د جذب او صنعت د ودې په برخه کې کار کوي او په دې برخه کې له کابل نوي ښار پروژې څخه هېڅ ډول همکاري نه سپموي.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال اکثره پانګه وال د هېواد په کچه د پانګونې لپاره د ځمکې غوښتونکي دي او د نوي کابل ښار د کار په پيل سره به ګڼ شمېر پانګه وال په دې ښار کې پانګونې ته چمتو شي.

هغه هيله څرګنده کړه چې د کابل نوي ښار عملي کار به ډېر ژر پيل شي.

د کابل نوي ښار د پروژې چارواکي وايي چې ددې ښار تخنيکي کارونه بشپړ شوي او هيله لري چې عملي کار يې هم ډېر ژر پيل شي.

د کابل ښار د پراختيا د خپلواک بورډ سرپرست محمد يوسف پښتون په ياده ناسته کې وويل چې په ياده پروژه کې  د شخصي ځمکو د استملاک په برخه کې ستونزې شته چې ٧٠سلنه يې حل شوې او پاتې ٣٠ سلنه ستونزې به يې هم ډېر ژر حل شي.

د هغه په خبره، د ځينو کسانو د ځمکې اسنادو له منځته تلو او په ساحه کې د زور واکو شتون ددې پروژې له عمده ستونزو څخه دي چې د لرې کولو لپاره يې هڅې دوام لري.

د دې ادارې د چارواکو د معلوماتو له مخې، د پروژې ټوليزه پلي کېدنه ٨٠ ميليارده امريکايي ډالرو ته اړتيا لري چې د حکومت په پنځه سلنې ونډې سره به د خصوصي سکتور له خوا ورکړل شي.