ميدانښار (پژواک، ۱۱ کب ۹۳): د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په روان لمريز کال کې په دغه ولايت کې ٢٥ تنو ښوونکو او زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق د کب په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده مرګ ژوبله د دغه ولايت په نرخ، سيداباد، چک، جغتو، جلرېز او دايميرداد ولسواليو کې اوښتې ده.
هغه زياتوي چې په وژل شوو کسانو کې ۲۰ زده کوونکي، ۳ ښوونکي، د لېسې يو امر او يو ملازم شامل دي.
د نوموړي په وينا، د پوهنې اړوند کسانو ته ډېره مرګ ژوبله د امنيتي ځواکونو او مخالفينو تر منځ د نښتو پر مهال او په چاودنه کې رامنځته شوې ده.
خو د دايميرداد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدامين پژواک ته وويل په دغه ولايت کې د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي او ښوونکي له وسله والو طالبانو سره په ليکو کې دي او له همدې امله اکثره له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
هغه زياتوي، د دغه ولايت د مخالفينو يوه زياته برخه د ښوونځيو له زده کوونکو تشکيل شوې ده.
بلخوا د دغه ولايت د پوهنې رييس وايي چې په دغه ولايت کې ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري خو د وزارت له لوري ورته هر کال يواځې تر شپږو پورې ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.
فضل الرحمن طارق زياتوي چې په همدې موخه سږ کال دوی پلان نيولى چې په هره ولسوالۍ کې به له ښوونکو، زده کوونکو، سوداګرو، هټيوالو او ولسونو چنده راټوله کړي او په هرې ولسوالۍ کې به تر پنځو ډېرو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
د هغه په وينا، په دغه کار سره به د بيارغاونې په برخه کې د ولسونو ونډې اخيستو دود هم ژوندی شي او د ښوونځيو لپاره د ودانيو د نشتوالى ستونزه به يې هم راښکته شي.










