کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٣): د هېواد په شپږو ولايتونو کې د عامه ګټو لس پروژې په داسې حال کې پلې کېږي چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې حکومت د پروژو په برخه کې تبعيض کوي او يو شمېر پروژې بيا له ګټې اخيستو وړاندې خرابېږي.
د دغو پروژو قرارداد نن د عامه ګټو وزارت چارواکو او د خصوصي ودانيزو شرکتونو د استازو تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
د دغه وزارت سرپرست نورګل منګل، يادې پروژې د قيراچونې، د سړکونو د ساتنې، پلونو او لابراتوارونو لپاره د ودانيو د جوړولو پروژې وبللې او ويې ويل، چې په دغو پروژو به ٨،٦ ميليونه ډالر لګښت راشي چې د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي.
هغه زياته کړه چې د پروژو کار به په کابل، فراه، سرپل، بدخشان، جوزجان او دايکنډي ولايتونو کې د يوه کال په ترڅ کې بشپړ او زرګونه کسان به ترې ګټه پورته کړي.
منګل زياته کړه، په هغې پروژه کې چې د کابل په استالف ولسوالۍ کې پلې کېږي، د عامه ګټو وزارت لپاره د لابراتوار د ودانۍ رغول شامل دي.
خو په ولسي جرګه کې د فراه استازې حميرا ايوبي د ولايتونو په اړوند د حکومت چلند دوه ګونى وباله او ويې ويل: “په ځينو ولايتونو کې ان کوڅې پخې شوې، خو په فراه کې بيا سړک هم نه قير کېږي.”
هغې چې د قرارداد په مراسمو کې ګډون درلود، څرګنده کړه چې هغه پروژې چې د فراه ولايت لپاره مهمې او اړينې وې، په دغه قرارداد کې نه دې لاسليک شوې.
مېرمن ايوبي وويل چې فراه يو توپاني ولايت دى او هر کال يې ډېرى سړکونه جغل کېږي چې دا يو مناسب کار نه دى، د جغل اچولو پر ځاى بايد قير پرې واچول شي او پاخه شي.
همدارنګه په ولسي جرګه کې د سرپل استازي محمدحسن شريفي بلخابي هم حکومت پر تبعيض تورن کړ او ويې ويل: “ولايتونه بايد درجه بندي نه شي.”
بلخابي زياته کړه چې پخوا د ټولګټو پروژو کارونه په ښه توګه نه دي ترسره شوي، پيسې لګول شوې، خو سړکونه بيا له ګټې اخيستو وړاندې ويجاړ او خراب شوي دي.










