کابل (پژواک١٥کب٩٣): د کابل په طبي پوهنتون کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته د طبي وسايلو د تخنيکي کسانو د روزلو پروګرام پيلېږي.
په افغانستان کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له لوري د کب په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډېرى وخت د افغانستان له روغتونو سره د مرستندويانو له خوا د طبي وسايلو مرسته کېږي، خو اړينه ګټه ترې نه پورته کېږي.
خبرپاڼه کې زياته شوې: ((کله چې مرسته شوي طبي وسايل له تخنيکي ستونزو سره مخ شي، بيا تخنيکي کسان شتون نه لري، چې جوړ يې کړي؛ خو دغه نوى پروګرام به ياده ستونزه هواره کړي.))
د سرچيني په حواله، د طبي وسايلو تخنيکي کسان به د کابل په طب پوهنتون کې دوه نيم کاله زده کړې کوي او تر هغه وروسته به ياده برخه کې فعاليت کوي.
په خبرپاڼه دا هم راغلي، چې په لرو پرتو ولايتونو کې ډېرى وخت د تخنيکي کسانو د نه شتون له امله، له پرمختللو وسايلو څخه کار نه اخيستل کېږي او خلک له ستونزو سره مخامخ دي.
په خبرپاڼه زياته شوې، چې دغه نوى پروګرام به د بيولوژيکي طبي انجنيري تر نامه لاندې د روان زېږديز کال د اګست په مياشت کې پيل شي.










