منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د نيمروز د نوي هوايي ډګر کار نيمګړى پاتې دى

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

زرنج (پژواک ١٦ کب ٩٣): د نيمروز د اقتصاد رييس وايي، د دغه ولايت د هوايي ډګر او د ولايتي روغتون نوې ودانۍ په ګډون د ٢٦ مهمو پروژو کارونه د بوديجې د کمښت له امله تر اوسه پورې نيمګړي پاتې دي.

د نيمروز د اقتصاد رييس خانستان منور له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، چې ټاکل شوې سږ کال په دغه ولايت کې د نړيوال بانک د ٣٢ ميليونو ډالرو په مرسته، ٣٨ پروژې پلې شي، خو له دې ډلې يې يواځې د ١٢ پروژو کارونه بشپړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو نيمګړو پروژو کې د ولسواليو مرکز ته غځول شوي سړکونه، د روغتيايي کلينيکونو رغول، د دولتي ادارو د ودانيو په ځانګړي ډول د نيمروز د ولايتي روغتون نوې ودانۍ او هوايي ډګر شامل دي.

د نيمروز د اقتصاد رييس وويل، د نوي هوايي ډګر کار چې تېر کال پيل شوى و، تر اوسه پورې ٦٠ سلنه تر سره شوى، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې د بوديجې د کمښت له امله يې کارونه ځنډېدلي دي.

د هغه په وينا، سږ کال د ياد ډګر د لومړي فاز کار بايد بشپړ او ګټې اخيستو ته سپارل شوى وى.

نوى هوايي ډګر، چې د موټرونو لپاره تمځاى، د الوتنې لپاره ٣٤٠٠ متره کرښه او نور امکانات په کې شامل دي او په سټنډرډ ډول د نيمروز مرکز زرنج ښار په کابو شل کيلومټرۍ د چګني په سيمه کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري د ٦٥٠ ميليونو افغانيو په لګښت جوړېږي.

منور زياته کړه، ګټې اخيستو ته د نوي ډګر په سپارلو سره به د سوداګرۍ په برخه کې هم پرمختګونه رامنځته شي، چې بيا عربي هېوادونه هم له همدې لارې خپل مالونه واردولى شي.

هغه وويل، چې د دغه ډګر تر ځمکې لاندې کارونه بشپړ شوي او يواځې د الوتنې د ليکې د قير اچولو کارونه پاتې دي. دوى د ماليې وزارت ته وړانديز کړى چې د پاتې لګښتونو لپاره ورته پيسې ورکړي، څو کارونه يې له سره پيل شي.

خو د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، د نيمروز د هوايي ډګر پروژه له اوږدمهالو پروژو بلل کېږي او لويې پروژې د څو کلونو مودې ته اړتيا لري او د هغو رغول په يوه کال کې امکان نه لري.

هغه زياته کړه: “د ١٣٩٤ کال په سند کې مو د نيمروز ولايت د هوايي ډګرو جوړولو لپاره ٣،٣ ميليون ډالر ځانګړي کړي، سندونه يې بايد د ترانسپورت او هوايي چلند له لارې له پړاوونو تېر شي، چې بيا وروسته ترې ګټه پورته کولى شي، موږ کومه ستونزه نه لرو او پيسې ورته ورکوو.”

د نيمروز د هوايي ډګر امر هدايت الله يعقوبي وويل، چې اوسنى هوايي ډګر خام دى او هر ډول الوتکې په کې ناسته نه شي کولى او يواځې وړوکې الوتکې او هليکوپټرونه په کې ناسته کوي، خو د نوي هوايي ډګر له جوړېدو وروسته به په کې هر ډول الوتکې ناسته او الوتنه کولى شي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه ولايت اوسنى هوايي ډګر په ١٣٤٨  لمريز کال کې جوړ شوى، شاوخوا يې د اوسېدو کورونه دي او ان ځينې کورونه د الوت له ليکې سره په نږدې سيمه کې جوړ شوي دي.

له همدې امله په ١٣٨٨ لمريز کال کې يوه N32 پوځي الوتکه له کرښې منحرفه شوه او د يوه کور له دېوال سره له ټکر کېدو وروسته له منځه ولاړه.

يوه بله N32 الوتکه د ١٣٧٠ لسيزه کې د مجاهدينو د حکومت پر مهال د الوت له ليکې بهر شوه او د خلکو له کورونو سره ټکر شوه، چې له نېکه مرغه چاته په کې زيان وانه وښت.

دغه هوايي ډګر ته يواځې د افق شرق خصوصي هوايي شرکت کوچنۍ الوتکې له کابل څخه زرنج ته الوت کوي، چې د ټکټونو بيه يې ډېره لوړه ده او له زرنج څخه تر کابل پورې په يوه مسافر باندې تر ١٣زرو افغانيو پورې لګښت راځي.

د نيمروز سيمه ييز چارواکي او خلک د معياري هوايي ډګر د نه شتون له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او ډېرى وخت شکايت کوي، چې د ځمکې له لارې د سفر پر مهال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي.

نيمروز د هېواد د سوېل لوېديځو ولايتونو له ډلې بلل کېږي، چې خلک يې له فراه او هرات ولايتونو څخه د اوږدې لارې په زغملو سره کابل ته رارسېږي.

د نيمروز د اقتصاد رييس وويل، چې د دغه ولايت د سل بستريز روغتون د رغولو کار هم د نوي هوايي ډګر له برخليک سره مخامخ دى. د دغه روغتون شل سلنه کار بشپړ شوى، چې د بوديجې په تر لاسه کولو سره به بشپړ او له روغتيايي پلوه اړينې اسانتياوې ولري.

اوسمهال په دغه ولايت کې يو پنځوس بستريز روغتون، چې په ١٣٤٨ لمريز کال کې د ٣٠زره نفوس لپاره رغول شوى و، فعاليت کوي، چې دمګړۍ د دغه ولايت د ٣٠٠زره وګړو لپاره بسنه نه کوي، چې خلک په روغتيايي برخه کې له روغتيايي خدمتونو ډېر شکايت کوي.

د نيمروز د عامې روغتيا رييس ډاکټر نوراحمد شېرزاد وويل، چې د دغه روغتون ودانۍ معياري نه ده، د ډېرو کمو ناروغانو ظرفيت لري او بله دا چې د زرنج ښار په بازار کې پروت دى او د لرو پرتو سيمو د ناروغانو لپاره يې ستونزې رامنځته کړې دي.

هغه زياته کړه، چې نوى روغتون د زرنج له مرکز سره په ٨ کيلومترۍ کې په يوه مناسب ځاى کې په پام کې نيول شوى دى.

د نيمروز د اقتصاد مشر وويل: “زموږ بله ستونزه دا ده چې ټولې هغه پروژې چې د موسسو له لوري رغول کېږي، د هغوى د تطبيق پلان موږ ته نه راکول کېږي او د هغو پروژو بوديجه چې د بهرنيو مرسته ورکوونکو له لوري ورکول کېږي، موږ ته نه ده څرګنده.”

 

نيمروز کې د روغتيا، پوهنې، قضا، پراختيايي، کډوالو او د ښځو د چارو په برخو کې ١١ غير دولتي موسسې فعاليت کوي.

د اقتصاد د رييس په وينا، د اقتصاد رياست او د تمويلوونکو سکټوري رياستونو تر منځ هم همغږي نشته. د هغو پروژو راپورونه چې د پلي کولو په حال کې وي، دوى ته نه رسيږي؛ په داسې حال کې چې دوى د اقتصاد وزارت له لوري ځانګړى فورم ورکړل شوى او دغه فورم يې د سکټوري رياستونو په واک کې هم ورکړى دى.

هغه وويل، چې په هېواد د روانو ټاکنيزو ګواښونو تر څنګ بيا هم په دغه ولايت کې سوداګريز فعاليتونه ښه و او د نيمروز د ګمرک له لارې د صادراتو او وارداتو کچه د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه لوړه شوې ده.