کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٣): برېښنا شرکت وايي چې په سالنګ کې د سخت ورښت او واورو ښويېدو له امله د برېښنا د مزو د ترميم چارې ټکنۍ کړې دي.
تر دې مخکې د تېرې پنجشنبې په ورځ دغه شرکت ويلي و، چې د جمعې ياشنبې په ورځ به په سالنګ کې د بېړنيو ستنو د درولو له لارې ١٧٠ ميګاواټه برېښنا کابل ښار ته را ولېږدول شي او د کابل ښاريانو اوسنۍ ستونزه به اتيا سلنه حل شي.
خو د برېښنا شرکت له خوا د کب په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د سالنګ په دواړو لوريو کې تر لسو زيات برفکوچونه راغلي دي.
سرچينې زياته کړې چې دې برفکوچونو او سختې واورې ورېدنې له امله نن په سالنګونو کې د برېښنا د مزو د ترميم چارې ټکنۍ کړې دي.
ياد شرکت ويلي چې ددوى بېلا بېل ټيمونه ، انجنيرانو او نور کارکوونکي همداس اوس په سالنګونو کې دي او چې څنګه حالات د څو دقيقو لپاره هم ښه شي، دوى به بيا خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.
کابل ته له تاجکستان او ازبکستان څخه ٣٠٠ ميګاواټه راغلې برېښنا د روانې مياشتې (کب) په څلورمه نېټه د بغلان په شمالي سالنګ کې د درنې واورې ورېدنې، واورې ښويېدنې او توپان له امله پرې شوه.
اوسمهال کابل ښاريان په ٢٤ ساعتونو کې يواځې د څو ساعتونو لپاره د ماهيپر، سروبي، نغلو او حرارتي دستګاه له برېښنا ګټه اخلي.
د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په شمالي سالنګ کې د واورې ښويېدنې او توپان له امله د برېښنا د مزو درې پايې چپه شوې او شپږو نورې زيانمنې شوې دي.










