ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ښځو ته دې د نارينه وو په څېر مساوي واک ورکړل شي”

“ښځو ته دې د نارينه وو په څېر مساوي واک ورکړل شي”

author avatar
8 Mar 2015 - 15:57
“ښځو ته دې د نارينه وو په څېر مساوي واک ورکړل شي”
author avatar
8 Mar 2015 - 15:57

ميدانښار ( پژواک، ١٧ کب ٩٣ ): د ميدان وردګو ولايت يو شمېر ښځې وايي چې په رايه ورکونه کې له نارينه وو سره مساوي دي خو واک نه ورکول کېږي.

ددې ولايت يو شمېر مېرمنو دا څرګندونې د کب په ١٧مه،د ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هر کال د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کب ١٧مه، چې د مارچ له اتمې سره سمون خوري، د ښځو د نړيوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي.

د ميدان وردګو ولايت مدني فعالې حميرا حقمل وويل ، حکومت او نړيواله ټولنه هر مهال د نارينه وو او ښځو ترمنځ د مساوي حقوقو  يادونه کوي،چې په همدې لړ کې د ټولټاکنو پر مهال د رايې ورکوونکو زياته برخه د نارينه وو ترڅنګ ښځو درلوده .

هغې زياته کړه،په داسې حال کې چې په افغانستان کې ګڼ شمېر فعاله او وړتيا درلودونکې مېرمنې شته خو بيا هم حکومت ورته د واک په وېش کې مهم ځای نه ورکوي،چې دغه کار د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کوي .

د سلطان بي بي په نوم يوې کليوالې مېرمنې په داسې حال کې چې د خبرو پر مهال يې چادري هم پر تن وه وويل، د کليوالو مېرمنو ژوند هر مهال له ننګونو او ګواښونو سره مخ دی، د حکومت او نړيوالو له مرستو څخه يواځې د مرکزونو مېرمنې برخمنې کېږي.

دې زياته کړه،کليوالې مېرمنې د ځان،اولادونو،خاوند،ټولنې او ګڼ شمېر نورو حقوقو څخه هم ناخبره دي او ګڼ شمېر يې له زده کړو څخه هم محرومې پاتې دي .

د ميدان وردګو د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق وويل چې  تر دوولسم ټولګيو پورې سلګونه زده کوونکې په ښوونځيو کې لري ، خو د لوړو او نيمه لوړو زده کړو لپاره بيا د ګوتو په شمېر نجونې حاضريږي .

ده زياته کړه،کورنۍ او ګڼ شمېر نجونې له دې امله له دوولسم ټولګيو څخه وروسته زده کړو ته نه حاضريږي،چې له نارينه وو سره يو ځای ورته معيار برابر شوی خو که حکومت د نجونو لپاره ځانګړي پوهنځي او يا هم په پوهنځيو کې ټولګي جوړ کړي، ښايي د دې ولايت تر څنګ ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم  نجونې لوړو او نيمه لوړو زده کړو ته حاضرې شي.

د ميدان وردګو مرستيال والي ذاکرحسين سلطاني بيا په دغه ولايت کې د ښځو اړوند له ګڼ شمېر لاسته راوړنو څخه يادونه وکړه.

نوموړی زياته کړه، د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې يې د ښځو لپاره د نږدې دوولس ميليونو افغانيو په لګښت  په يولس زره متره مربع  ځمکه  کې  د يو پارک جوړېدو چارې پيل کړې دي .

ددې ولايت د ښځو چارو رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال په ميدان وردګو ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۳ پېښې ثبت شوې وې،چې د هېواد په کچه دغه ولايت د کمو پېښو له امله دويم مقام ترلاسه کړی دی .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.