فراه ( پژواک،٢٠ کب ٩٣): د فراه له مرکز څخه د دې ولايت د جوين ولسوالۍ تر سلطان امير سيمې، نهه کيلومتره سړک قير او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه سړک چې د جوړولو کار يې ١٣مياشتې مخکې پيل شوى و، تېره ورځ ناوخته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د فراه د فوايد عامې رياست مشر انجنير عبدالوهاب صديقي،پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد نهه کيلومتره سړک پر پروژه ١٩٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى.
هغه وايي چې د دې پروژې د لګښت نيمايي پيسې د فوايد وزارت له بوديجې ورکړل شوي او نيمې نورې يې نړيوال بانک ورکړې دي.
په فراه کې ډېر سړکونه خامه دي.
صديقي وايي چې د دې ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه – هرات لويه لاره تېرېږي او دغه لاره شاوخوا اته کاله مخکې په اساسي ډول جوړه شوې ده.
دغه راز د هغه په وينا، د فراه له ښار څخه د دې ولايت تر پشترود ولسوالۍ پورې سړک هم يو نيم کال مخکې جوړ شوى، خو د فراه د پاتې اتو ولسواليو سړکونه خامه دي.
د فراه والي محمداصف ننګ، د فراه ښار- جوين سړک د پرانيستې په مراسمو کې چې د ولايت په مرکز کې جوړ شوي و، له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په فراه کې د “ميل ٧٨” سړک او دغه راز د پاتې اتو ولسواليو سړکونو د جوړولو لپاره پيسې ځانګړې کړي.
دى وايي چې په دې ولايت کې د سمو سړکونو د نه شتون له امله خلک له ستونزو سره مخ دي او کرنيز محصولات هم په وخت بازار ته نه شي لېږدولى.
د “ميل ٧٨ ” په نوم شاوخوا ١٢٠ کيلومتره سړک فراه له ايران سره نښلوي. ټاکل شوې وه چې دغه لويه لاره د ايران په مرسته د يوه ايراني شرکت له خوا په بنسټيز ډول جوړه شي.
خو د ١٣٩٠ کال په لومړيو کې وروسته له هغه چې د دې لارې شاوخوا ٥٠ کيلومتره جوړه شوه، په ياده سيمه کې ١٢ ايراني انجنيران وتښتول شول او له هغې وروسته که څه هم دغه انجنيران خوشې شول، د دې پروژې کار په ټپه درېدلى دى.









