لښکرګاه (پژواک، ۲١ کب ۹۳): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او يو شمېر فرهنګيان وايي، د دولت د نه پاملرنې له امله د بُست تاريخي کلا او يو شمېر نور تاريخي ابدات د له منځه تلو په حال کې دي.
د لرغونو اثارو د نړيوالې ورځې په مناسبت په هلمند کې جوړې شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکو، د مدني ټولنې غړو، ليکوالانو او يو شمېر ځوانانو له حکومته وغوښتل چې د بُست تاريخي کلا د ساتنې لپاره ګام پورته کړي.
دوى وويل چې په تېرو څو کلونو کې حکومت د دغه ولايت د لرغونو اثارو ساتنې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست فرهنګي مرستيال فريد احمد فرهنګ وايي چې د هلمند بُست کلا او لسګونه نورې تاريخي سيمې په ډېر بد حالت کې دي او ډېرې برخې يې له منځه تللې او هم د ړنګېدو په حال کې دي.
فرهنګ وايي چې په تېرو کلونو کې يې څو څو ځلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له چارواکو سره دا موضوع شريکه کړې ده تر څو له دوى سره مرسته وکړي چې د تاريخي اثارو ساتنه وشي، خو چا پرې غوږ نه دى ګرولى.
نوموړى وايي پر حکومت سربېره، نړيوالو بنسټونو هم په دې برخه کې خپل مسووليت نه دى ترسره کړى.
ده زياته کړه: “دغه تاريخي ميراثونه تر ګواښ لاندې دي چې ځينې په قصدي ډول له منځه تللي او ځمکي يې غصب شوې دي او ځينې نور يې بيا د طبيعي افتونو او نه پاملرنې له امله له منځه تللي دي.”
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي چې که حکومت ژر تر ژره د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره ګام پورته نه کړي، نو بُست کلا به د اورښتونو له امله بشپړه له منځه لاړه شي.
دى وايي چې په تېرو ١٣ کلونو کې يواځې يوه تاريخي سيمه چې د شهزاده حسين مقبره ده، رغول شوې ده، خو که دوى ته مالي اسانتياوې برابرې شي، نو د بُست کلا د تخريب د مخنيوي او د لارې پر جوړولو به يې هم پيل وکړي.
دى وايي که بُست کلا ورغول شي، نو د سيلانيانو لپاره پر يوه ښه سيمه بدلېداى شي او له دې لارې ښه عوايد ترلاسه کېږي چې وروسته به د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره د نورو تاريخي سيمو په ساتنه کې ګټور تمام شي.
په هلمند کې د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر فرهاد داوري وويل، د بُست کلا تاريخ د ټول هېواد وياړ او د پېژندګلوۍ ښکارندويي کوي او که دا کلا له منځه لاړه شي نو د هلمند او په ټوله کې د افغانستان د لرغوني تاريخ يوه برخه به له منځه تللې وي.
داوري تور پورې کوي چې د بُست کلا شاوخوا ټول تاريخي ميراثونه په قصدي ډول له منځه وړل کېږي. “يو شمېر خلک دي، پر خپل سر کورونه په کې جوړوي، خو دولت يې د مخنيوي لپاره هېڅ پاملرنه نه ده کړي.”
داوري پر حکومت غږ وکړ چې د تاريخي اثارو د ساتنې لپاره ګام پورته کړي.
يوه ليکوال، شاه محمد حسرت وويل، د بست کلا په تاريخي لحاظ نړيوال ارزښت لري، له دوه نيم تر ٣٠٠٠ کاله مخينې په درلودو سره د سيمې په کچه شهرت لري.
نوموړي وويل: “له دومره تاريخي ارزښت سره سره دولت هېڅ پاملرنه ورته نه ده کړې، په ټولو جنګونو کې له دې کلا د سنګر په توګه ګټه پورته شوې، له طبيعي افتونو، اورښتونو او همداراز د غاصبيو د مخنيوي په برخه کې يې اقدام نه دی شوی.”
نوموړي زياته کړه چې اوس مهال د بست کلا په شاوخواکې د ګوتو په شمېر کلاوې نيمې روغې پاتې دي “په ولسواليو کې دې ته ورته ارزښت لرونکې سيمې له خاورو سره خاورې شوې دي.”
د بُست کلا چې شاوخوا ته يې شل نور لرغوني ځايونه هم شته، د هلمند سيند غاړې ته پرته ده. پر دې سربېره د هلمند په نورو ولسواليو نادعلي، ناوې، ګرمسېر، خانشين، ګرشک، سنګين، موسى کلا، کجکي، نوزاد، باغران او واشير کې هم لرغوني اثار شته چې تر ډېره له منځه تللي دي.










