جلال اباد (پژواک، ۲۴ کب ۹۳): په ختيځو ولايتونو کې د شاوخوا شپږ سوه زره ماشومانو لپاره د ګوزڼ ضد واکسين د تطبيق لړۍ پيل شوه، خو د دې سيمې ۳۰ زره ماشومان به د نا امنيو له امله له واکسينه پاتې شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون چارواکو او د دغه ولايت سرپرست والي د کب په ۲۴مه څو ماشومانو ته د واکسين په ورکولو دا لړۍ پيل کړه خو يادونه يې وکړه چې د نا امينو له امله د تېر په څېر د غني خېلو په يو شمېر سيمو کې به واکسين ونه شي.
تېره مياشت (د سلواغې ۱۵مه) روغتيايي چارواکو ويلي وو چې وسله والو طالبانو د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د موټرسايکلو د بندېدو په غبرګون د واکسين مخه نيولې او له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په ياده ولسوالۍ کې واکسين نه دى تطبيق شوى.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د کب په ۲۴مه د ولايت په مقام کې د واکسين د پيل په غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن مو په ختيځ زون کې د واکسين او ويټامين “A “د تطبيق لړۍ پيل کړه.))
د هغه په وينا، په دې کمپاين کې به تر شپږسوه زره زياتو ماشومانو ته د ۳۵۰۰ ډاکټرانو له لوري دا واکسين تطبيق شي خو د تېر په څېر به ۳۰ زره ماشومان له دې پروسې پاتې شي.))
نوموړي غوښتنه وکړه چې خلک او ميندې بايد خپل اولادونه واکسين کړي.
د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاءالله لودين د يادې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل: ((پلرونو او کورنيو ته زما پيغام دا دی چې خپل اولادونه واکسين کړي، موږ بايد ماشومان له ګوزڼ څخه وژغورو، له مشرانو او علماوو هيله لرو چې په کمپاين کې مرسته وکړي او خلک وهڅوي.))
نوموړي وويل چې دغه کمپاين به د درېيو ورځو لپاره وي او د زون په کچه به په ټولو سيمو کې تطبيق شي.
بلخوا د شينوارو ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک رفيع الله سيرت پژواک اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې د غني خېلو او ورته نورو ولسواليو په ځينو سيمو کې د ګوزڼ واکسين د تطبيق پر وړاندې ستونزې پېښې شوې.
هغه د دې ستونزو يادونه ونه کړه خو ويې ويل چې په دغو سيمو کې بايد د واکسين لپاره عامه پوهاوی ترسره شي څو خلک خپل ماشومان واکسين کړي.
د يادې ولسوالۍ قومي مشر حاجي اکبرخان څه موده مخکې پژواک اژانس ته ويلي وو چې له څه مودې راهيسې يادې ولسوالۍ کې د واکسين کمپاين درول شوی او حکومت په دې برخه کې جدي اقدام نه کوي.
ده وويل: ((د ټاکنو پر مهال غني خېل او ورڅېرمه ولسوالۍ نا امنې شوې، حکومت پر وخت اقدام ونه کړ او تر اوسه هلته ناامني شته دی، موږ به د واکسين په پروسه کې همکاري وکړو، خو حکومت دې امنيت راولي.))
د روغتيايي چارواکو په وينا، تر اوسه په ننګرهار کې د ګوزڼ ناروغيو پېښې نشته، خو که په ځينو سيمو کې يې واکسين نه شي نو وېره شته چې د پوليو ناروغۍ پيدا شي.










