جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۳): د لوړو زده کړو وزارت د ننګرهار پوهنتون په پنځوسمه کاليزه کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به په دې پوهنتون کې د دوکتورا د زده کړو پروګرام پيل شي.
نن د کب ۲۸مه د ننګرهار پوهنتون د جوړېدو پنځوسمه کاليزه ده. په همدې مناسبت د ننګرهار د ولايت په مقام کې غونډه جوړه شوې وه چې د لوړو زده کړو وزارت پر سرپرست سربېره د بېلا بېلو پوهنتونونو يو شمېر استادانو ، اداري چارواکو او علمي کدرونو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال دوکتور محمد طاهر عنايت وويل ، د ننګرهار پوهنتون چې ١٣ پوهنځي لري په تېرو پنځوسو کلونو کې زرګونه کدرونه روزلي دي.
عنايت وويل چې د ننګرهار پوهنتون پنځه لسيزې مخکې لومړی يواځې د طب پوهنځی درلود خو وروسته په کې نور پوهنځي رامنځ ته شول.
د هغه د معلوماتو له مخې اوس د ادبياتو، حقوقو او شرعياتو په پوهنځيو کې پر ليسانس سربېره په ځينو رشتو کې د ماسټرۍ ترکچې زده کړې کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنوال محمدعثمان بابري وويل چې ننګرهار پوهنتون په تېرو کلونو کې زرګونه کدرونه روزلي او ډېر ژر به په دې پوهنتون کې د شرعياتو په برخه کې د دوکتورا پروګرام هم پيل شي.
بابري زياته کړه: “ددې پوهنتون د رغولو او ابادولو لپاره هلې ځلې شوي او بوديجه هم ورکړل شوې، موږ دا پلان کې لرو چې د پوهنتونونو ظرفيت لوړ کړو.”
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار بيا يادونه وکړه،چې د لوړو زده کړو وزارت هغسې چې لازمه وه دې پوهنتون ته پاملرنه نه ده کړې او بايد پاملرنه ورته ډېره شي.
هغه په پوهنتون کې د سياسي کړنو په تړاو وويل: “پوهنتون د زده کړې ځای دی، نبايد د سياسي فوټبال ډګر وي، لطفاَ لطفاٌ پوهنتون د سياسي مبارزې ځای نه دی، که څوک سياست کوي نو د پوهنتون له ديوالونو دې را بهرشي او د سياست لپاره دې دفترونه ونيسي.”
د ولسي جرګې لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير هم په خپلو خبرو کې په ننګرهار پوهنتون کې د سياسي خوځښتونو يادونه وکړه.
قدير وويل، سياسي ډلې ټپلې او مشران بايد د پوهنتون محصلينو له احساساتو څخه بده استفاده ونه کړي.
خو هغه په زغرده د چا نوم وانخيست.
قدير زياته کړه: “له پوهنتونه د سياست ميدان مه جوړوئ ، موږ بايد محصلينو ته قلم او کتابچه په لاس ورکړو ، د استادانو او محصلينو ستونزو ته يې رسيده ګي وکړو ، نو له پوهنتونه د سياست د فوټبال ميدان مه جوړوئ.”
د ولسي جرګې مرستيال ژمنه وکړه چې ننګرهار پوهنتون د شته ستونزو د حل لپاره به هلې ځلې کوي.
د روسيې د تومنسک پوهنتون علمي مرستيال اندرانيک ديمينيکيان (Andranik S Dernikiyan) چې له روسيې څخه د ننګرهار پوهنتون پنځوسمې کاليزې نمانځغونډې ته راغلی و، په خپلو خبرو کې وويل چې دوى به هم هڅه وکړي افغان محصلينو ته د تحصيل زمينه برابره کړي.
نوموړي زياته کړه: “زه به د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو او نورو ادارو سره ليدنې کتنې وکړم او په دې تړاو به د مرستو او همکاريو په څرنګوالي سره وغږېږو.”
دې نمانځغونډې ته د خيبر پښتونخوا د پېښور پوهنتون علمي مرستيال دوکتور قبله اياز هم راغلى و . هغه وويل چې ددوى ډېرو کدرونو په ننګرهار پوهنتون کې د طب په برخه کې زده کړې کړې دي او “موږ ددې احسان پوروړي يو.”
هغه وويل چې په پېښور پوهنتون کې افغان زده کوونکو ته هم چانس ورکول کېږي او يواځې هغومره فيس ترې اخيستل کېږي چې پاکستاني زده کوونکي يې ورکوي.










