منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

“د کندهار لرې پرتو ولسواليو کې دې روغتيايي مرکزونه جوړ شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

کندهار (پژواک، ٥ ورى ٩٤): د کندهار د عامې روغتيا مسوولينو د روغتيا له نړيوال سازمانه وغوښتل چې د دغه ولايت په لرې پرتو ولسواليو کې دې د روغتيايي مرکزونو په پرانيستو کې مرسته وکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د روغتيا د نړيوال سازمان له مشر ډاکټر ريچارډ ټيپر کرون سره په ليدنه کې وشوې چې د وري په ٥مه د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا، د کوچنيانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا او يو شمېر نورو مسوولينو په کې ګډون کړی و.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په دې ليدنه کې وويل چې لا هم د دغه ولايت په لرې پرتو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه نشته چې له امله يې خلک د ناروغيو پر مهال له کړاو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، دولتي اداره دومره بوديجه نه لري چې په ولسواليو کې ډاکټران او روغتياپالان په لوړ معاش په دندو وګوماري، په کار ده د روغتيا نړيوال سازمان په دې برخه کې له هغوى سره مرسته وکړي.

نوموړي دغه راز پوليو د ماشومانو پر وړاندې جدي ګواښ وباله او له يادې شوې ادارې يې وغوښتل چې د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه دې سواد لرونکي کسان په مسلکي توګه و روزل شي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم د ماشومانو د ګوزڼ د مخنيوي په برخه کې د عامه پوهاوي پر ډېرېدا ټينګار وکړ او ويې ويل چې د کور، جومات او ښوونځي تر منځ د واټن ختمول د پوليو د مخنيوي غوره لاره ده.

ده هم يادونه وکړه چې روغتيايي خدمات دې تر لرې ولسواليو پورې وغځول شي او په دې برخه کې دې د عامې روغتيا رياست، د کندهار پوهنتون طب پوهنځى او شخصي روغتونونه خپل امکانات سره شريک کړي.

ويسا د روغتيا په برخه کې له مرستندويه ادارو وغوښتل چې د خلکو اړتياوو ته په پام دې خپلې مرستې له ولايتي ادارې سره همغږې کړي، ځکه تر دې وړاندې له ولايتي ادارې سره له همغږۍ پرته شوي کارونه اغېزمن نه وو.

په کندهار کې د کوچنيانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا هم وويل چې د روغتيا نړيوال سازمان دې خپلې روغتيايي مرستې په لرې پرتو سيمو کې د مور او ماشوم د روغتيا ساتنې په برخه کې متمرکزې کړي.

د افغانستان لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان ( WHO ) مشر ډاکټر ريچارډ ټيپر کرون وويل هڅه کوي د هېواد په کچه د روغتيا پالانو د وړتياوو د لوړولو تر څنګ د ماشومانو د ګوزڼ، توبرکلوز، او ملاريا د ناروغيو د مخنيوي په برخه خپل خدمتونه پراخ کړي.

هغه دغه راز ژمنه وکړه چې روغتيايي مرستې به د کندهار له ولايتي ادارې سره په همغږۍ د خلکو له اړتياوو سره سمې تر سره کوي.