منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

“ننګرهار روغتون کې د سټيسکن او جدي مراقبت معياري خدمات پيل شول”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ وری ۹۳): چارواکي وايي، په ننګرهار روغتون کې د جدي مراقبت د معياري کارځای او سټيسکن څانګو په فعالېدو سره، په دې ولايت کې د جدي پېښو د ټپيانو او ناروغانو د درملنې زمينه برابره شوه.

دICU  (جدي مراقبت) څانګه چې د سيمې په کچه معياري خدمات وړاندې کولای شي، تر لسو بسترونه لري چې د روغتيا د نړيوال سازمان او د عامې روغتيا وزارت د نهه سوه ۶۰زره ډالرو په مالي لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز  د وري په ۸مه،  ننګرهار ته په خپل سفر کې د دې څانګې پرانيسته وکړه او هغه يې د سيمې په کچه د معياري روغتيايي خدمتونو جوګه وبلله.

هغه زياته کړه: ((موږ د ننګرهار په روغتون کې د جدي مراقبت او سټيسکن دغسې معياري ماشينونه او وسايل نه درلودل، خو د خوشالۍ ځای دی چې اوس مو فعال کړل او ښه خدمات به په کې وړاندې شي.))

اخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال وويل، چې دا څانګه د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوال سازمان په مالي مرسته فعاله شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((په دې جدي مراقبت خونه کې د صحي خدماتو ډېر پرمختللي وسايل او ماشينونه شته، چې پخوا مو نه درلودل او ناروغان به يې د نشتوالي له امله بهرنيو هېوادونو ته تلل؛ اوس د سټيسکن په ماشين د ناروغانو د سر د رنګه عکسونو د اخيستلو جوګه يو او په جدي مراقبت خونه کې به ښه درملنې کولای شو.))

پر دې سربېره د عامې ورغتيا وزير، نن د “ختيځ روغتيايي کمپليکس”د يوې برخې د بنسټ ډبره کېښوده، چې د ۷ ميليونه ډالرو په لګښت به په کې د درملو د ساتلو مرکز جوړ شي.

ډاکټر فيروز وويل، ختيځ روغتيايي کمپليکس چې په ۲۰۰ جريبه ځمکه کې چاردېوالي شوى، درې برخې لري؛ لومړی يې يو روغتون دی، دويم يې د زون به کچه د واکسين مرکز او درېيمه برخه يې د درملو ساتنځی دی.

د هغه په وينا، د دې ټولو په جوړولو به ۱۱ عشاريه ۵ ميليونه ډالر لګښت راشي، خو اوس يې يواځې د درملو د ساتنځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتيا وزير وايي، دا روغتون به د نورو کلونو په بوديجه کې ګټې اخيستنې ته چمتو شي او د سيمې په کچه به خدمات وړاندې کوي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال وويل، چې د دې روغتون د پاتې برخو د جوړولو چارې به درې مياشتې وروسته پيل شي او د درملو د زېرمو جوړولو چارې به يې د کال تر پايه خلاصې شي.

نوموړي خوښي وښوده، چې په ننګرهار کې نن د روغتيا په برخه کې څو پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او پر ځينو نورو يې کارونه پيل شول.

د والي مرسيتال د عامې روغتيا له وزير څخه غوښتنه وکړه، چې د روغتيا به برخه کې دې ولايت ته پاملرنه ډېره کړي او په لرو پرتو سيمو کې د شته روغتيايي ستونزو لپاره حل لارې پيدا کړي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال وويل، چې د ختيځ روغتيايي کمپليکس به د ټول زون او هېواد په کچه خدمات وړاندې کوي او د درملو د ساتلو برخې د جوړولو چارې به يې تر څو مياشتو پورې بشپړې شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي نورحمان پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار په روغتون کې د سټيسکن د نشتوالي له امله، ډېر خلک اړ وو چې د مغزي فشار د نارغانو درملنه په پاکستان کې وکړي.

هغه وويل: ((دلته د سر د يو رنګه عکس د وېستلو وسايل نه وو، نو که رښتيا هم ورته راوړل شوي وو، ډېر ښه کار شوی، تر دې وروسته به ناروغان په ځانګړي ډول غريبې کورنۍ به خپل ناروغ د سر يا هډوکو د رنګه عکس اخيستلو لپاره پاکستان يا بهر ته نه بيايي.))