اسعد اباد (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د عامې روغتيا وزير کونړ ته په خپل سفر کې له ولايتي روغتون څخه ليدنه وکړه او د روغتيايي چارواکو ته يې د چارو د سمون په موخه دوه مياشتې ضرب الاجل ورکړ.
وزير فېروز الدين فېرزو په کونړ کې روغتيايي چارې او وړاندې کېدونکي خدمتونه له نږدې و ارزول او د اسعد اباد له مرکزي روغتون څخه يې هم ليدنه وکړه. فېروز د کونړ د عامې روغتيا په رياست کې جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې د روغتون مديريت کمزورى وباله.
د عامې روغتيا وزير وويل چې ناروغانو ته په ټيټ کيفيت روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي او پاکوالي ته هم په کې سمه پاملرنه نه کېږي. هغه د کونړ د عامې روغتيا رياست چارواکو ته يوه مياشت ضرب الاجل وټاکه ترڅو په خپلو کارونو کې سمون راولي.
فېروز په خپلو خبرو کې د عامې روغتيا رياست د ودانۍ خراب وضعيت ته اشاره وکړه ، خو څرګنده ژمنه يې ونه کړه چې د نوې ودانۍ د جوړولو لپاره به ګام پورته کړي که نه.
وزير وويل چې په کونړ کې د روغتيايي خدمتونو د معياري کېدو لپاره به هڅه وکړي او په دې برخه کې به دې ولايت ته لومړيتوب ورکوي.
د کونړ اوسېدونکي او ديني عالم مولوي نجيب الله حقيار غونډې ته په خپلو خبرو کې د عامې روغتيا له وزير څخه غوښتنه وکړه چې کونړ ته خپله پاملرنه ډېره کړي.
حقيار وويل چې ددې ولايت اوسېدونکي بېوزلي دي او نه شي کولى د درملنې لپاره نورو ولايتونو يا هم له افغانستان څخه بهر سفر وکړي. نوموړي زياته کړه: “د کونړ د عامې روغتيا ودانۍ ظرفيت دومر دى لکه د يوې ولسوالۍ روغتون. تاسو (وزير) بايد ددې ولايت لپاره د روغتون نوې ودانۍ جوړه کړئ.”
د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسعدالله فضلي په دې ولايت کې د روغتيايي خدمتونو کمزورتيا ومنله او په عين حال کې يې وويل چې په دې برخه کې ډېر پرمختګونه هم شوي دي.
د فضلي د معلوماتو له مخې، په ټول کونړ کې د ٤٨ کلينيکونو لپاره عصري ودانۍ جوړې شوې، په ټولو کې ډاکټران پر دندو بوخت دي او د امبولانس خدمات هم لري.
د عامې روغتيا رييس هم په خپلو خبرو کې وويل چې مرکزي روغتون معياري ودانۍ نه لري او په کار ده چې د عامې روغتيا وزارت ورته د نوې ودانۍ جوړولو لپاره بوديجه پيدا کړي. نوموړي د وزير ضرب الاجل په اړه څه ونه ويل.
د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله هم په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې کونړ د يوه سرحدي ولايت په توګه چې تل د ناامنۍ پېښې په کې ډېرې وي، يوه مجهز روغتون ته اړتيا لري.
هغه وويل چې د عامو خلکو، حکومتي چارواکو او امنيتي سرتېرو د درملنې لپاره همدا يواځنى روغتون دى.










