منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په واوره کې لسګونه ايسار شوي مسافر وژغورل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

فيروزکوه (پژواک ٩ ورى ٩٤): د غور ولايت پوليسو د کابل-غور لويې لارې په اوږدو کې د لعل سرچنګل ولسوالۍ په سيمه کې د څلور موټرو مسافر ژغورلي او د پاتې دوه نورو موټرو د ژغورلو هڅې روانې دي.

 د لعل وسرچنګل ولسوال محمدموسى کليم وايي، په څلور فلاينکوچونو کې سپاره ٦٠ مسافر چې له کابل څخه د غور پر لوري روان و، له تېرې جمعې راهيسې د لعل وسرچنګل ولسوالۍ په مرکز او کرمان سيمو تر منځ په واورو کې ايسار شوي و، چې پرون ماښام د پوليسو له لوري ژغورل شوي او د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي دي.

 نوموړي د واورې د ورېدو کچه ٤٠ سانتي متره وبلله او په دې اړه يې پژواک ته يې وويل، چې دغه راز پرون دوه نور فلاينکوچونه د کرمان په کوتل کې بند شوي او د ژغورنې په موخه يې پوليس سيمې ته لېږل شوي دي.

 کليم زياته کړه، دوى هغو مسافرو ته چې له غور ولايت څخه د کابل پر لوري ځي؛ د لارې د بندښت او واورې ورېدو له امله د تلو اجازه نه ورکوي.

 د لعل وسرچنګل ولسوال زياته کړه چې ډېرى سړکونه خام او ويجاړ شوي ، په هغو سيمو کې چې واوره نشته نو هغو سيمو کې بيا خټې شتون لري ، خلک يې د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او د موټرو  د اوښتو امکان يې هم زيات کړى دى.

 بله خوا شاوخوا پنځوس محصلين چې له غور ولايت څخه د هېواد پوهنتونونو ته د تلو په حال کې وو، په لعل وسرچنګل ولسوالۍ کې د لارې د بندښت له امله ايسار شوي دي.

 د فاطمې په نامه يوې محصلې، چې د باميانو پوهنتون ته بريالۍ شوې، وويل: ” موږ دوه ورځې وړاندې له مرکز څخه د لعل وسرچنګل ولسوالۍ ته راغلې يو، باميانو ته ځو، خو تر اوسه پورې د واورې له امله پاتې يو.”

 يادې محصلې زياته کړه، چې له تېرو دوه ورځو راهيسې له نورو محصلينو چې په څلورو موټرو کې سفر کوي، په هوټلونو کې شپې سبا کوي او په هوټلونو کې مناسب ځاى هم شتون نه لري.

 هغې زياته کړه، هر محصل هره شپه پنځه سوه افغانۍ لګښت لري او له چارواکو غواړي چې ياده لار ژر تر ژره پرانيزي.

 د غور د فوايد عامې امر انجنير خليل نور وويل، چې د لارې د پرانيستو لپاره هلې ځلې روانې دي او واوره به د قرارداديانو له لوري پاکه شي.

 د هغه په وينا، ياده لار به تر راتلونکو دوه ورځو پورې پرانيستل شي او د موټرو  د تلو راتلو لپاره به مساعده شي.

 خو نور زياته کړه، چې د غور ولايت د نورو ٨ ولسواليو سړکونه د باران او خټو له امله د موټرو د تلو راتلو لپاره ستونزې زېږولې او دغه ستونزه به هغه مهاله حل شي، چې دغه خام سړکونه پاخه شي.