ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اغاجان معتصم: د سولې له رامنځته شوي فرصته دې ګټه واخيستل شي

اغاجان معتصم: د سولې له رامنځته شوي فرصته دې ګټه واخيستل شي

author avatar
30 Mar 2015 - 16:23
اغاجان معتصم: د سولې له رامنځته شوي فرصته دې ګټه واخيستل شي
author avatar
30 Mar 2015 - 16:23

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٤): د طالبانو د واکمنۍ پخوانى وزير ملا اغاجان معتصم وايي، په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت په موخه د سولې له هر ډول حرکت څخه ملاتړ کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان حکومت او وسله وال طالبان دې له نسبي رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او له يو بل سره دې خبرو ته کېني؛ ځکه چې جنګ د حل لاره نه ده.

دى د سولې له بهير څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ وايي: “هېواد مو د اور په لمبو کې سوځېږي، بايد په ګډه د دغه اور وژلو ته مټې را بډ وهو.”

د هغه په وينا، پر هېواد مو اور بل او له بحراني حالت سره مخ دى، هېوادوال مو له ګڼو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ د دغو ټولو ناخوالو د له منځه وړو لپاره يواځېنى حل سوله ده.

معتصم زياتوي: “سوله زموږ اشد ضرورت او د سيمې لپاره حياتي اړتيا ده.”

ملا معتصم چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزير او د طالبانو د سياسي کمېسيون پخوانى مشر و، اوسمهال له هېواده بهر ژوند کوي.

خو بايد وويل شي چې له څه مودې راپه دېخوا د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو د پيلېدو هڅې روانې دي، خو تر اوسه پورې هېڅ يوه لوري دا خبرې نه دي تاييد کړې.

د دغو مذاکراتو د هڅو پيل وروسته له هغه زور واخيست چې د پاکستان د پوځ لوى درستيز او د استخباراتو د ادارې مشر له کابل څخه ليدنه وکړه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.