منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار صنعتکارانو خپلې فابريکې وتړلې

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۸۱ کتنې

کندهار ( پژواک، ٢٦ ورى ٩٤ ) : د کندهار صنعتکارانو د برېښنا د نشتوالي له امله خپلې فابريکې تړلي چې له امله يې شاوخوا ٥ زره کسان بې کاره شوي دي.

کندهار مېشتي لسګونه صنعتکاران د وري په ٢٦مه کندهار پريس کلب ته راغلي وو او د خپلو ستونزو په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکړل.

د کندهار د صنعتکارانو د اتحاديې مرستيال او د کاغذ جوړولو د فابريکې مسوول حاجي فيض الحق مشکاني وويل چې د برېښنا د نشتوالي له امله د دې ولايت ټولې فابريکې چې شمېر يې تر ٢٠٠ اوړي، تړل شوې دي.

په دغو فابريکو کې دا مهال پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور جوړېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

هغه زياته کړه، دغه فابريکې ځکه وتړل شوې، چې اوسمهال صنعتي پارک ته يواځې ٣ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي، په داسې حال کې چې صنعتي پارک له ١٠ مېګاواټه زياتې برېښنا ته اړتيا لري.

دى وايي، درې کاله مخکې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته د کندهار ښار په دوو برخو ښورندام او باغ پُل کې د لس- لس مېګاواټه په اندازه ډېزلي جنراتورونه نصب شول، چې د درېيو کلونو لپاره يې تېل د امريکا د نظامي انجنيرينګ کمپنۍ او يو ايس اې اډي ادارو له خوا ورکول کېدل.

د ده په خبره، د شوي تړون له مخې د تېلو ورکولو اخري وخت د ٢٠١٣ کال د ډسمبر مياشت وه، خو د هغوى د هلو ځلو په پايله کې د تېلو ورکولو وخت د ٢٠١٤ کال تر پايه وغځول شو او دغه راز پرېکړه وشوه چې د ٢٠١٥ کال تر پايه به اړونده اداره د صنعتي پارک لپاره د تېلو په ورکړه کې هره مياشت ټاکلې فيصدي کمښت راولي او تشه به يې برېښنا شرکت ډکوي.

خو مشکاني وايي چې برېښنا شرکت امکانات نه لري او دغه تشه نه شي ډکولاى، ځکه خو صنعتي پارک ته د برېښنا په ورکولو کې کموالى راغلى دى.

دى وايي، د همدې ستونزې له امله يو خو د برېښنا اندازه کمه (٣ مېګاواټه) ده او له بله پلوه په ورځ کې تر ٣٠ ځله زياته ځي او راځي، چې هغوى ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړي د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې او مرکزي دولت څخه وغوښتل چې د کندهار د صنعتکارانو ستونزې هواري کړي، ځکه پانګوالو خپل  ميلياردونه ډالر پر مشينريو لګولي چې اوس په پټه درېدلي دي.

هغه وويل، د نړيوالې ټولنې او دولت د مرستو په ډاډ ډېرو هغو پانګوالو هم دلته د فابريکو پر جوړولو پيسې ولګولې چې په ايران او پاکستان کې يې د فابريکو تر څنګ ښه امکانات هم لرل.

ده زياته کړه: ((اوسني حالت ته په کتو داسې ښکاري چې زموږ پانګې کنګل شوې، ځکه خو اوس هر پانګوال په دې اند دى چې دلته يې د پيسو په لګولو لويه اشتباه کړې ده.))

ده دا هم وويل چې په کندهار کې شته فابريکې د څو تنو نه، بلکې د ټول هېواد دي، ځکه له يوې خوا زرګونه بې روزګاره خلک په کې کار کوي او له بله پلوه د هېواد اقتصاد پر پښو دروي.

د کندهار د صنعتي پارک د فابريکو د ټولنې مشر حاجي باريداد هم وويل، چې د اوسنۍ برېښنا د ناسم کيفيت او کميت له امله په دې ولايت کې ټولې صنعتي فابريکې تړل شوې دي.

هغه زياته کړه، له همدې  امله صنعتکارانو هره ورځ په مجموعي توګه سل زره ډالر زيان ليده، ځکه د برېښنا د کمښت او بندښت له امله يې هم مشينري سوځېدله او هم يې په ماشينونو کې خام مواد سوځېدل.

هغه غوښتنه وکړه چې مرکزي دولت او نړيواله ټولنه دې په ګډه د صنعتکارانو لپاره د برېښنا غم وخوري، ځکه که داسې و نه شي نو له يوې خوا به زرګونه کسان بېکاره شي او لګېدلې سرمايې به خاورو سره خاورې شي او له بله پلوه به د پانګونې لړۍ هم ودرېږي.

دغې غونډې ته د کندهار د ولايتي شورا دوه استازي هم راغلي وو.

د ولايتي شورا غړي حاجي سيد احمد سېلاب وويل  د فابريکو بندېدل د يوې غميزې په معنا ده، ځکه زرګونه کسان به ورسره بې روزګاره شي چې د حکومت پر اوږو به لوى پېټى وي.

هغه د کندهار د برېښنا او شته امکاناتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د کجکي بند له ٣٣ مېګاواټه برېښنا څخه کندهار ته ١٢ مېګاواټه برېښنا رسېږي چې له ٣ تر ٤ يې د خرابو مزيو له امله ضايع کېږي چې هغه هم ډېر مهال قطع کېږي او د مزيو جوړولو يې ان اوونۍ او مياشتې نيسي.

د هغه په وينا، دغه راز د دهلې بند د ١٠ مېګاواټه او د سولر د ١٠ مېګاواټه برېښنا جوړولو او له مرکز څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د رارسولو چارې هم ټکنۍ دي او که يې کار پيل هم شي، نو ډېر وخت نيسي.

د ده د معلوماتو له مخې، په تېرو ديارلسو کلونو کې د کندهار پر برېښنا ١٤٨٥ ميليونه ډالر لګول شوي چې ډېرې يې د جنراتورونو په اخيستلو او تېلو سوځولو لګېدلي، خو کندهار ته يې هيڅ ګټه نه ده کړې.

هغه له صنعتکارانو سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه او ويې ويل چې له هغوى سره به يو ځاى صنعتي پارک ته د برېښنا د چمتو کولو په برخه کې هلې ځلې کوي.

د کندهار د برېښنا شرکت رييس انجنير سيد رسول د صنعتکارانو ستونزې پر ځاى بولي او وايي له هغه وروسته چې هوا ګرمه شوې او د يخ جوړولو فابريکو هم خپل فعاليت پيل کړى، نو د برېښنا اړتيا د پخو په پرتله ٥٢ سلنه زيات شوې، په داسې حال کې چې اوسنۍ هغه ٣ مېګاواټه ده.

هغه هم وويل چې د کندهار د برېښنا جوړول اوږدمهال ته اړتيا لري چې د کجکي بند د درېيم توربين د لګولو په ګډون، د دهلې بند جوړولو، سولر برېښنا او له کابل څخه د وارداتي برېښنا برابرولو چارې تر راتلونکو دوو او درېيو کلونو وخت اخلي.

دى وايي، په دې موده کې دې اړتيا ليدل کېږي چې د امريکا نظامي انجنيرينګ کمپنۍ او يو ايس اې اډي ادارې د پخوا په څېر صنعتي پارک ته د تېلو په ورکولو کې مرسته وکړي، تر څو فابرکې تړلې پاتې نه شي.

کندهار په عادي حالت کې ١٥٠ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې اوسمهال يواځې له کجکي بند څخه ١٢ مېګاواټه برېښنا تر لاسه کوي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې د څارنې رييس الله باز جم هم وايي چې له يوې اوونۍ راهيسې برېښنا پرې شوې ده، چې له امله يې د فابريکو خاوندان له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د هغه په وينا، په ياد پارک کې ١٥٠ فابريکې شته، چې ټول يې له فعاليته پاتې شوې دي.

دى وايي چې تر اوسه په دې سيمه کې جنراتوري برېښنا وه، خو اوس د برېښنا رياست جنراتورونو ته هم تيل نه ورکوي.

جم په دې برخه کې د ايسا اداره او د سوداګرۍ وزارت په بې تفاوتۍ تورن کړل او ګواښ يې وکړ، که ستونزې هوارې نه شي، نو د کابل -کندهار لاره به وتړي.

دافغانستان د مزدورانو او خواريکښو د سراسري اتحاديې رييس ډاکتر لياقت عادل د کندهار د فابريکو پر تړل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کې په هېواد کې بې کاري زياته شوې ده.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې بايد د کندهار د صنعتکارانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړه او ژر تر ژره دې ورته د هواري لارې چارې پيدا کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد