منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په حکومت کې يواځې څلور ښځينه وزيرانې بسنه نه کوي”

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک ٣٠ ورى ٩٤): د ښځو چارو وزيره وايي، چې حکومت بايد په خپله کابينه کې د څلورو ښځو وزيرانو پر ټاکل کېدو بسنه ونه کړي او ښځې بايد د معينانو، واليانو، رييسانو او مديرانو په توګه په دندو وګوماري، څو د هېواد د ښځو پر ټولنيز او اقتصادي ژوند اغېز وکړي.

 پرون ولسي جرګې، د حکومت له لوري د ور پېژندل شويو کسانو له ډلې د څلورو ښځو په ګډون ١٦ نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه.

 دلبر نظري د ښځو چارو د وزيرې، فريده مومند د لوړو زده کړو د وزيرې، نسرين اورياخېل د کار، ټولنيزو چارو او سلامت عظيمي له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې په توګه د باور رايه تر لاسه کړه.

 له دې وړاندې د ښځو بنسټونو، د حکومت د ٢٥ وزيرانو د څوکيو له منځه د درېيمې برخې تر لاسه کولو غوښتنه کړې وه.

د ښځو چارو وزارت د ولسي جرګې له لوري دغو څلورو ښځو وزيرانو ته د باور رايې له ورکولو هرکلى کړى، خو وايي چې يواځې دا وزيرانې بسنه نه کوي، بلکې دوى ته بايد په نورو برخو کې لکه معينيت، ولايت، ولسوال، رييسې او مديرې په توګه هم دندې ورکړل شي.

د ښځو چارو وزارت مسلکي معينه سيده مژګان مصطفوي وايي، کومې مېرمنې چې په دغو څوکيو ګومارل کېږي نو بايد تر اندازې اجراييوي واکونه هم ورته ورکړل شي او دوى يواځې بايد د سمبول په توګه شتون ونه لري.

نوموړې، " افغانستان کې د ښځو د ټولنيزو او اقتصادي حقونو د څېړنې علمي غونډه" کې چې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېسيون غړو، مدني ټولنې، د کابل پوهنتون د استادانو، د وزارتونو د جندر د چارواکو او وکيلانو په ګډون په کابل کې تر سره شوه، وويل په دې کې شک نشته چې يواځې څلور ښځې وزيرانې ښځو ته هويت نه شي ورکولى او په ټولو سکتورونو کې د دوى ستونزې نه شي هوارولى.

مصطفوي په دغه درې ورځنۍ ناسته کې چې د ښځو لپاره د ملي کاري پلان په ښه توګه د تر سره کولو او د ښځو د پر ځان بساينې، اقتصادي پاليسيو او ودې په موخه تر سره شوه، زياته کړه: " د کار وړتيا لرونکې او متخصصې ښځې بايد د عدلي او قضايي سکتورونو په ډګر، د واليانو، ولسواليو او ښارواليو په برخه کې کار وکړي او د سړيو په څېر خپلې وړتياوې په کار ولګوي.

 د ښځو چارو وزارت مسلکي معينې وويل، کومې ښځې چې د اقتصادي وړتياوو په ډګر کې کار کوي، له مزد پرته د اقتصادي مولد حساب نه شي او بايد بازار ورته رامنځته شي او کوم مزد چې دوى د کار او زحمت په پايله کې ترلاسه کوي، بايد خپله هم ترې برخمنه شي او يواځې يې د مېړونو جيبونو ته ونه غورځي.

د  ويلو ده چې اوسمهال د هېواد په کچه سايره شکېب د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ د يواځېنۍ ښځينه ولسوالې او دغه راز طيبه خاوري د باميانو د ولايتي شورا د مشرې په توګه دنده تر سره کوي.

له دې وړاندې د باميانو والي حبيبه سرابي د يواځينۍ والي په توګه دنده تر سره کړې چې بيا د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ  ټاکنو پر مهال له خپلې دندې ګوښه شوه.

دغه راز په تېرو کلونو کې عذرا بشري د دايکنډي ولايت د يواځې ښاروالې په توګه او ماريا بشير د هرات د څارنوالۍ د مشرې په توګه د هېواد په کچه دندې تر سره کړې دي.

د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي په دغه ناسته کې وويل، کله چې د ښځو د ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي حقونو مفهوم مطرح کېږي نو دغه خبره په نړۍ کې د بشر حقونو د ترويج او پراختيا لپاره ټوليزه خبره ده.

هغه زياته کړه: " په نړيوال ډګر کې د اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ميثاق په نوم يو ميثاق لرو او که چېرې د بشر حقونو تاريخي مسير ته پام وکړو نو په لومړي پړاو کې مدني او سياسي حقوق په پام کې نيول کېږي، په دويم پړاو کې ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي چې افغانستان هم په دغو ميثاقونو کې غړيتوب لري."

محمدي وويل، چې دغه ميثاقونه پېژندل شوى سند دى چې بايد له مخې يې دولتونه خپلې دندې تر سره کړي او په دغو ميثاقونو کې درې مهمې موضوع ګانې چې د کار حق، د ټولنيزو خونديتوب حق او د روزنې حق دي، رانغاړل شوې دي، چې بايد د هر هېواد غړي ترې برخمن شي.

هغه وويل: " په داسې ټولنه کې چې تر اوسه پورې يو نارينه د خپلې ښځې په نوم شرميږي او تر اوسه پورې ښځه او لور د کورنيو ستونزو د حل لپاره يوه وړوکې وسيله بلل کېږي نو څرنګه بايد خپل هويت پيدا کړي؟"

د نوموړي په وينا، دوى ته تر اوسه پورې د ښځې هويت د يوه انسان په توګه مطرح نه دى او تر کومه پورې چې د ښځې هويت ونه پېژندل شي نو هر بنسټ يې چې په نوم جوړ شي، کوږ به وي.

محمدي هيله څرګنده کړه، چې حکومت بايد د دوى د اقتصاد د پراختيا او په ټولنيزو برخو کې د کار لپاره منطقي ګامونه پورته کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد مسعود وويل، چې ښځې د هېواد د نفوس پنځوس سلنه جوړوي او دوى ته بايد کاري فرصتونه ورکړل شي.

هغه زياته کړه: " په دغو ١٤ کلونو کې زموږ د ښځو هويت ډېر پرمختګ کړى او په ټولو برخو کې داسې ښځې لرو چې د نوبل جايزې د اخيستو وړتيا لري."

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست