منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني هېواد ته راستون شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۲ کتنې

کابل (پژواک ١٦ زمرى ٩٤): ولسمشر اشرف غني چې د خپلې پښې د درملنې لپاره المان ته تللى و، تېره شپه هېواد ته راستون شوى دى.

ياد مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، د دغه يو اوونيز سفر په جريان کې، د ولسمشر محمداشرف غني د پښې عمليات په برياليتوب سره ترسره شول او د هغه د معالجو ډاکترانو د څرګندونو له مخې، اوس نوموړى د قناعت وړ روغتيايي حالت لرونکی دی.

بايد وويل شي چې ولسمشر غني د زمري په اوومه المان هېواد ته تللى و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست