منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په خاکجبار کې د کرکټ د سولې جام سيالۍ پای ته ورسېدې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) : د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د سولې جام تر نامه لاندې د کرکټ سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د خاکجبار ولسوالۍ د کرکټ مسول عبدالوارث همت د زمري په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سياليو کې ددې ولسوالۍ ١٦ لوبډلو برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، ددې سيالۍ نيمه پاى لوبو ته دافغان رينجر او موسى خېل ١١ ستوري ، مولاجان او کينګ ١١ لوبډلو لاره موندلې وه، چې موسى خېل ١١ ستوري او کينګ ١١ لوبډلو خپلې لوبې وګټلې او پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.

د نوموړي په وينا، پرون د يادو دوو لوبډلو ترمنځ پاى لوبه ترسره شوه،  د موسى خېل  لوبډلې پچه وګټله او په ټاکل شويو ١٤ اورونو کې يې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٨٩ منډې جوړې کړې.

د کينګ ١١ لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره نهم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه اولوبه يې وګټله او دغه راز ددې سياليو اتلولي يې هم خپله کړه.

د سولې جام د سيالې تر ټولو غوره لوبغاړی زاهد الله احمدزی اعلان شو چې د ورزشي ټولنې   مشر ډاکټر خالد احمدزي ورته دوه زره افغانۍ جايزه ورکړه.

دغه راز پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل په دې ولسوالۍ کې د ځوانانو فعاليتونه وستايل او هيله يې څرګنده کړه، چې دا ډول فعاليتونه د سولې په برخه کې ګټور ثابت شي.

د خاکجبار کرکټ مسول عبدالوارث همت وايي چې کرکټ په دې ولسوالۍ کې ډېر پرمختګ کړى او ددې ولسوالۍ لوبډله د کابل ولايت په بېلا بېلو سيمو کې ښه ځلېدلې او يوه لوبغاړي يې د هېواد د معيوبينو ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړې ده.

په پاى کې ددې سياليو ګټونکې لوبـډلې ته د سياليو جام او نورې جايزې ورکړل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې