منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۵ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د المپيک ملي کمېټه دوه رييسان لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٤): فهيم هاشمي، خپل ځان د المپيک ملي کمېټې برحال مشر بولي، د نوي مشر د ټاکلو لپاره د ټاکنو ترسره کول غير قانوني ګڼي او د عاملينو د نيولو غوښتنه يې وکړه.

تېره ورځ د ځينو ورزشي فدراسيونونو مشران کابل کې د يوې ناستې په ترڅ کې د اندام ښکلا فدارسيون مشر باور "هوتک " د المپيک کمېټي د مشر په توګه  معرفي کړ.

د سپورت او بدني روزنې رياست د سياليو جوړولو عمومي امر محمدمعروف "رغبت" وايي چې دا ټاکنې قانوني وې او ټولو رييسانو او مسوولينو په کې برخه اخيستې وه.

د سوکوهنې ملي ټيم دغه روزونکي زياته کړه چې فهيم هاشمي د المپيک ملي کمېټې د رياست لپاره وړ کس نه و او د ورزش په برخه کې يې تجربه نه درلوده.

باور هوتک چې په تازه توګه د المپيک ملي کمېټې د سرپرست په توګه ټاکل شوى، وويل چې د تېرې ورځې په ټاکنو کې سربېره پر دې چې اجرائيه بورډ شتون درلود، د اسيا المپيک ته هم د برېښناليک له لارې خبر ورکړل شوى و.

هغه زياته کړه: ((د تېرې ورځې ټاکنې په بشپړه توګه قانوني وې، موږ به ډېر ژر رڼې ټاکنې چې هر کس په کې خپل ځان نوماند کړي، ترسره کړو.))

هغه زياته کړه چې هاشمي پخوا د اجرائيه بورډ له خوا په دې سبب چې ملي سوداګر و، د المپيک ملي کمېټې د مشر په توګه وټاکل شو، څو له ورزش سره مرسته وکړي، خو سره له دې چې له ورزش سره يې مرسته ونه کړه، ورزش يې د خرابۍ خوا ته بوت او دوى د هاشمي ګوښه کولو او د نوي رييس ټاکلو ته اړ شول.

خو هاشمي وايي چې د المپيک ملي کمېټه او د ورزشي فدارسيونونو مشران له دې ټاکنو ناخبر وو او ټاکنې يواځې د څوو نامسوولو کسانو له لوري چې لوبغاړي او روزونکي وو، ترسره شوې.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "زه د المپيک ملي کمېټې برحال مشر يم او تېر يو نيم کال وړاندې چې ټاکنې ترسره شوې، د څلورو کلنو لپاره پر دې دنده وګومارل شوم."

هغه زياته کړه چې د المپيک ملي کمېټې د مشر په ټاکلو کې د هېواد د ټولو ورزشي فدراسيونونو مشران او د "اسيا د المپيک شورا" استازى بايد ګډون ولري، په داسې حال کې چې د تېرې ورځې په ټاکنو کې د دې شورا استازى هم موجود نه و.

هاشمي زياته کړه، کومو کسانو چې تېره ورځ ناقانونه ټاکنې ترسره کړې دي، د درغلۍ، ټګۍ برګۍ او د المپيک له نوم څخه د ناوړې ګټې اخيستنې په  تړاو، څارنوالۍ ته معرفي شوي څو ونيول شي.

هغه وويل: "موږ تېره اوونۍ ټاکنې ترسره کړې، د المپيک ملي کمېټې غړو چې کار کې يې ناغېړي کوله او په فساد اخته وو، منفک مې کړل او د تېرې ورځې په ټاکنو کې ډېرى هغه کسان وو چې منفک شوي دي."

خو د سپورت او بدني روزنې رياست د سياليو جوړولو عمومي امر وويل چې د المپيک کمېټې مشر په ټاکنو کې د " اسيا المپيک شورا" استازي ګډون مهم نه و او د فدراسيونونو مشران کولى شي چې نوى رييس وټاکي چې همدا کار شوى دى.

هغه د المپيک ملي کمېټې مرستيال د استعفا په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې يو مناسب او تجربه لرونکى کس دى.

دا په داسې حال کې ده چې د المپيک ملي کمېټې مرستيال دادمحمد پاينده اختري له خپلې دندې په رسمي ډول استعفا ورکړه او علت يې د ورزش په برخه کې د ستونزو زياتوالى او د فهيم هاشمي پر ځاى  د اندام د ښکلا د مشر باور هوتک ګومارل په ګوته کړل.

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې هاشمي د المپيک  ملي کمېټې مشر دى او په هېڅ نوم نه دى ګوښه شوى، پژواک ته وويل:"خلک خپله يوه افغانۍ نه لګوي، خو هاشمي زرګونه ډالر له خپل جېبه د ورزش په برخه کې لګولي دي."

اختري چې د سوک وهنې فدراسيون مرستيال هم دى زياته کړه چې له بده مرغه يو شمېر کسان خپلو موخو  ته د رسېدو لپاره د هېواد وياړونه تر پښو لاندې کوي. نوموړي له هغو کسانو څخه چې شخصي ګټې پر ملي ګټو غوره بولي وغوښتل، څو د ملي ګټو په خاطر له شخصي ګټو لاس پر سر شي.

هغه د چا نوم په ګوته نه کړ او ويې ويل: "لارښوونه کوم چې د خپلو ګټو په خاطر واټونه مه بندوئ او هر لور ته خېمې مه دروئ او د ورزش او هېواد وياړونه په پام کې ونيسئ،  هېواد کې د سولې ټينګښت، يووالي او يو زړه والي په خاطر لانجې ختمې کړئ.

اختري د ورزش په برخه کې د دولتي چارواکو لاسوهنه ردوي  او زياته يې کړه چې د دولت چارواکي هېڅکله د هغوى په کار کې دخالت نه کوي، خو که لاسوهنه يې هم کړې وي، مداخله يې مثبته وه.

د يادونې ده، په تېر کې هم  يو شمېر ورزشکارانو او د فدارسيونونو مشرانو له هاشمي سره مخالفت ښودلى و او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله، خو د المپيک ملي کمېټې مشر د چا نوم له اخيستو پرته ويلي و چې دا ورزشکاران د چا له خوا تحريک کېږي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې