منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د خپلواکۍ د ٩٦مې کليزې د جشن د مراسمو انځورونه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

پرون په ټول هېواد کې له انګليس څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د جشن مراسم په شاندارو مراسمو کې ترسره شول، په دې مراسمو کې ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله، نورو حکومتي چارواکو ، د پوځ او پوليسو مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د خپلواکۍ د ورځې پيل د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د خپلواکۍ د شهيدانو پر څلي د ګلونو ګيډۍ کېښودل شوه.

د ملي دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزي هم ولسمشر سره د شهيدانو پر څلي د ګلونو د ګيډلۍ اېښودلو په مراسمو کې ملتيا کوله

د خپلواکۍ د شهيدانو پر څلي د ګلونو د ګيډۍ تر اېښودلو وروسته ولسمشر د غازي امان الله خان لور ميرمن هندۍ او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ستړي مشي کوي.


د لومړي ځل لپاره په کابل ښار او ولاياتو کې د ولس په ګڼ شمېر ګډون سره د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه.

سلګونو ځوانانو، کوچنيانو او سپين ږيرو د کابل ښار بېلا بېلو واټونو او سړکونو ته راووتل او خپلواکي يې ونمانځله.

 

خپلواکۍ سره د خلکو مينه، خپل موټر يې په ملي بيرغونو ښکلي کړي دي.دا دمزار شريف د ښار يو انځور دى

دغه راز د هېواد په نورو برخو کې هم مينه وال پخپلو موټرو د ملي بيرغ انځورونه لګولي.

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې په لوړه کچه د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه.

 

په جلال اباد کې د خلکو مينه، ولوله د ليدلو وړ وه، په ګڼ شمېر کې له ولسواليو څخه هم خلک د خپلواکۍ ورځې نمانځلو ته راغلي وو.

د هيواد امنيتي ځواکونو هم په بيلا بيلو ولاياتو کې د خپلواکۍ د ورځنې د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په بلخ ولايت کې هم ګڼ شمېر هېوادوالو د خپلواکۍ ورځ ونمانځله

د کندهار او خوست ولايتونو اوسېدونکو هم په پراخه کچه د خپلواکۍ د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

په يو شمېر ولاياتو کې هېوادوالو په ډولونو او اتڼونو دا ورځ ونمانځله

ځوانانو په بيلا بيلو ولاياتو کې په موټرو کې سړکونو ته راوتلي وو او د خپلواکۍ ورځ يې ونمانځله

ګلاليو ماشومانو هم په دې مراسمو کې ګډون کړي وو

په پاکستان کې دافغانستان سفارت لخوا هم دا ورځ ونمانځل شوه