منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د برېښنايي تذکرو وېش د ولسمشر تر فرمانه ځنډېدلى “

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): په داسې حال کې د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه اندېښنې زياتې شوې چې چارواکي وايي، ولسمشر د ځينو مواردو په باب اندېښنه لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتووالى نيول شوى او دا بهير د ولسمشر فرمان ته انتظار باسي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې امله چې ولسمشر غني  پر ځينو مواردو کتنې لري، د تذکرو وېش لړۍ ځنډېدلې ده او هڅه کوي چې دا پروسه په کره او سمه توګه پر مخ ولاړه شي.

رحيمي زياته کړه: "له تخنيکي اړخه هېڅ ستونزه نشته، خو ولسمشر غني ټينګار کوي چې بايد د معلوماتو پر ملي مرکز ډېر تمرکز وشي څو دا معلومات  رسوا نه شي او ولسمشر له دې اړخه اندېښمن دى."

خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت وياند په ډاګه کړه چې دا اندېښنې به راتلونکو ورځو کې لرې شي او ډېر ژر به د برېښنايي تذکرو د وېش بهير پيل شي.

د وزيرانو شورا په وروستي ځل پرېکړه وکړه چې د برېښنايي تذکرو وېش لړۍ دې د زمري ٢٨مه پيل شي؛ خو وروسته ولسمشر غنى وويل چې دا نېټه د هېواد د ازادۍ بېرته اخيستو له ورځې سره سمون خوري او په دې ورځ کې به ټول تمرکز د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو پر ستاينې او تقدير ورټول وي.

هغه زياته کړه چې د دې پروسې ازمايښتي پړاو به په راتلونکو ورځو کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هېواد د مشرانو، سياسي څېرو، قومي مشرانو او مخورو په ګډون پيل شي.

په برېښنايي تذکرو کې د يو کس اړوند ټولې ځانګړنې ليکل کېږي چې د درغليو او لاسوهنو مخه به په کې ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې مشر د برېښنايي تذکرو د وېش له ادارې سره خپلې مرستې ځنډولې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مشر فرانز ميشل ميلبين (Franz-Michael Mellbin)، د دې تصميم لامل د برېښنايي تذکرو په وېش کې د افغان حکومت د دريځ نا روښانتيا بولي.

هغه تېره ورځ وويل، تر څو چې دا بهير پيل نه شي، له اړوندې ادارې سره به د اروپايي ټولنې مرستې ځنډېدلې وي.

د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې مشر همايون محتاط د اروپايي ټولنې د مرستو د ځنډ موضوع د اندېښنې وړ وبلله او پژواک ته يې وويل چې د تمويلوونکو د مرستو د ځنډ لامل د برېښنايي تذکرو د وېش په پيل کې ځنډ دى.

هغه زياته کړه: ((پخوا مو د حکومت مشرتابه ته له دې موضوع خبر ورکړى و او دوى خپله هم له دې موضوع خبر دي، خو د برېښنايي تذکرو د وېش پروسې په پيل سره د تمويلوونکو د مرستو بيا پيل ستونزه نه ده، ځکه کله چې دا بهير پيل شي، هغوى به خپلې مرستې تازه کړي.))

محتاط وويل چې د اوونۍ په اوږدو کې د کابينې په ناسته کې په دې اړه تصميم نيول کېږي او کوچني موضوعات په همدې ناسته کې حل او د دې پروګرام د پيل لپاره به نېټه وټاکل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم ويلي چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل، له برېښنايي تذکرو پرته امکان نه لري او د رايې ورکوونکو د لېست روښانه کېدو لپاره د وګړو يوې کره شمېرې ته اړتيا ده چې له مخې يې د رايې ورکونې کارتونه ووېشل شي.

د برېښنايي تذکرو په وېش سره دولت پر دې توانېږي چې په هېواد کې د وګړو د شمېر کره احصاييه ترلاسه کړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست