منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

کندهار (پژواک، ٣ وږى ٩٤): د کندهار ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى، د ښوونکو کم تشکيل، د سيمه ييزو کدرونو نه موجوديت او د کتابونو کمښت هغه ستونزې دي چې په دغه ولايت کې يې د پوهنې د بهير وده ورو کړې ده.

د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عوض نظري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې تر ټولو لومړۍ او جدي ستونزه د ودانيو نشتوالى دى.

هغه زياته کړه: ((په کندهار ښار او ولسواليو کې شاوخوا ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېرى زده کوونکي په دوبي او ژمي کې تر شنه اسمان لاندې او يا په خېمو کې زده کړې کوي.))

نوموړي دغه راز د ښوونکو اوسنى تشکيل هم کم وګاڼه او ويې ويل چې دا مهال په کندهار کې ٨٠٠ نورو ښوونکو ته اړتيا ده چې بايد پر دندو وګومارل شي.

د ده په خبره، تېر ښوونيز کال يې په کندهار ښار او ولسواليو کې ١٠٥ ټولګي د دولسم فارغان لرل، خو برعکس سږ کال د ٢٥ زره جديدالشمول زده کوونکو په راتګ ٩٠٠ نوي ټولګي اضافه کېږي، چې د تدريس لپاره يې د سلګونو نوو ښوونکو ګومارلو ته اړتيا ده.

نظري بند ښوونځي هم جدي ستونزه وګڼله او ويې ويل، کندهار په خپل تشکيل کې ٤٥٤ بابه ښوونځي لري، چې ٣٠٧ يې فعال او ١٤٧ نور يې د بېلاپېلو ستونزو له امله تړلي دي.

دى وايي، که څه هم په دې وروستيو کې د ناامنۍ ستونزه تر ډېره هواره شوې، خو د سيمه ييزو کدرونو د نشتوالي له امله نه شي کولاى تړلي ښوونځي پرانيزي.

هغه زياتوي، په هغو لرو پرتو سيمو کې چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې ګڼ ښوونځي تړلي دي، اصلاً ښوونکي نشته، که له کندهار ښار او نورو سيمو هغه هلته ښوونکي لېږي، نو هغوى لوړ معاش غواړي چې دا د هغوى له توان څخه وتلې خبره ده.

خو ده يادونه وکړه چې پر ستونزو سربېره يې تېر کال په بېلابېلو ولسواليو کې شاوخوا ٣٠ ښوونځي پرانيستل او سږ کال به هم هڅه کوي چې بند ښوونځي پرانيزي.

نوموړي دغه راز وويل چې د کندهار د ١٧ ولسواليو له ډلې په دوو ولسواليو رېګستان او ښوراوک کې هيڅ ښوونځى نشته چې لامل يې ناامني، اوږد واټن، د سيمه ييزو کدرونو نشتوالى او نور دي.

هغه زياته کړه، په يادو شوو ولسواليو کې د ښوونځيو د نشتوالي له امله ٢٠ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

نظري د کتابونو او درسي موادو د کمښت ستونزه هم ياده کړه او ويې ويل چې د منځنۍ دورې (اووم، اتم او نهم) ټولګيو درسي کتابونه کم دي، چې د دغې تشې د ډکولو هڅې کوي.

خو نوموړي له ستونزو سره سره د نوي ښوونيز کال (١٣٩٤- ١٣٩٥) د پيل لپاره د چمتووالي خبر ورکړ او ويې ويل چې د دوبي د درې مياشتنيو رخصتيو څخه په ګټې اخيستنې يو لړ فعاليتونه ترسره شوي دي.

دى وايي، د کندهار ښار او ولسواليو د ښوونځيو لپاره يې پلانونه جوړ کړي، تر څو د ښوونکو اړتياوې په ګوته شي او د مسلکيتوب پر بنسټ په دندو وګومارل شي.

د دې تر څنګ هغه يادونه وکړه چې شاوخوا ٦٠٠ ښوونکي په بېلابېلو څانګو کې روزل شوي او د هغوى د ظرفيتونو پر لوړولو کار شوى دى.

دغه راز يې د نوو زده کوونکو د شموليت چارې دا ځل د نورو کلونو په پرتله وختي پيل کړې دي چې شمېر به يې شاوخوا ٢٥ زره تنه وي.

له دې سره په څنګ کې د پوهنې رياست تدريسي مرسيتال خبر ورکړ چې په روان تعليمي کال کې به ١٠ ښوونځي په عصي ټکنالوژۍ سمبال شي، چې اوس مهال د دغو ښوونځيو ١٦٤ ښوونکي د ټکنالوژۍ په برخه کې په مسلکي روزنه بوخت دي.

دغه راز دى زياتوي، چې په بېلابېلو ولسواليو کې به په هغو سيمو کې چې له اوسېدونکو څخه يې ښوونځي ليرې وي، ٢٠٠ سيمه ييز ټولګي جوړوي او دغه راز به د ٢٦ ښوونځيو د ودانيو د ترميم او د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو چارې تر سره کوي.

نظري د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په ځينو ولسواليو کې ښوونځي يوازې د کاغذ پر مخ شته او امتيازات يې شخصي جېبونو او اکاونټونو ته ځي، وويل: ((د پوهنې رياست په ځينو ولسواليو کې د نظارت ستونزه لري او دغه ستونزه په سوېل ختيځو ولسواليو کې ډېره ده، موږ هڅه کوو د دغسې مواردو په اړه د سيمې د قومي شوراګانو، امنيتي او کشفي ارګانونو په مرسته نظارت ترسره کړو.))

دى وايي، ورته شکايتونه د معروف ولسوالۍ په اړه کېدل چې ګواکې هلته هيڅ ښوونځى نشته او امتيازات يې د زورواکو له خوا اخيستل کېږي.

د ده په خبره، د دې ستونزې د مخنيوي لپاره د هغوى پلان دا دى چې د پوهنې رياست به يوازې په هغو سيمو کې ښوونځي پرانيزي چې لاسرسى ورته ولري او نظارت يې وکولاى شي.

د دې تر څنګ هغه له وزارت څخه وغوښتل چې د لرو پرتو سيمو د ښوونکو معاشونه دې د وايرليس نيټورک او موبايل شبکو له لارې ورکړي، تر څو د ښوونکي معاش په خپله ښوونکي ته ورسېږي او د فساد مخنيوى وشي.

نوموړي په کندهار کې د خصوصي ښوونځيو په اړه هم معلومات ورکړل او د يوې پوښتنې په ځواب کې چې يو شمېر خصوصي ښوونځي له زده کوونکو لوړ فيس اخلي خو په بدل کې يې د زده کړې کيفيت معياري نه دى، وويل: ((د پوهنې رياست به پر خصوصي ښوونځيو څار سختوي.))

هغه زياته کړه، په کندهار کې دا مهال ٢٥ خصوصي ښوونځي شته، هغوى هڅه کوي په دغو ښوونځيو کې لوړې زده کړې لرونکي ښوونکي پر دندو وګومارل شي.

په کندهار کې دا مهال د زده کوونکو شمېر ٢٦٠ زره تنو ته رسېږي چې ٧٨ زره يې نجونې دي، خو ټاکل شوې ده سږ کال ٢٥ زره نوي زده کوونکي په ښوونځيو کې شامل چې په دې توګه په يې شمېر ٢٩٠ زره تنو ته لوړ شي.

دغه شمېر زده کوونکو ته د ٥٢٧٨ ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي چې له دې ډلې ٩٠٠ تنې يې ښځې دي.

کندهار چې له ګرم سېر ولايتونو څخه دى، د ګرميو له رخصتيو وروسته يې ښوونيز کال د وږي مياشتې په ١٦مه پيل کېږي، چې ايله څو ورځې ورته پاتې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه