منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۷ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تازه سروې: ٨٤ سلنه خلک په تذکرو کې يواځې افغان کلمه غواړي

· ۵ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): د يوې نوې سروې پايلې چې د پژواک خبري اژانس له لوري ترسره شوې، څرګندوي چې د سروې ٨٤ سلنه ګډون کوونکي، په برېښنايي تذکرو کې يواځې د ملت (افغان) کلمې غوښتنه کوي.

دغه سروې چې د برېښنايي تذکرو په اړه په ژوندۍ بڼه ترسره شوې وه، ٢٠٧٠ کسانو په کې ګډون کړى او په ترڅ کې يې څلور اساسي پوښتنې مطرح شوې دي.

د سروې له دې ډلې ګډونوالو ٨٤ سلنه (١٧٣٢) کسانو ويلي چې په برېښنايي تذکرو کې بايد يواځې د ملت (افغان) کلمه وليکل شي او لس سلنو (١٩٩) کسانو ويلي چې د ملت (افغان) تر څنګ بايد د مليت (پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او...نومونه) وليکل شي."

خو په دې سروې کې درې سلنه (٦٦ کسانو) يواځې د مليت (پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او...) غوښتنه کړې او درى سلنو (٧٣ کسانو) نورو يې ويلي چې دواړه کلمې بايد په کې يادې نه شي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل وايي چې ياده سروې د برېښنايي تذکرو په اړه د خلکو د نظر اخيستو په موخه ترسره شوې، څو څرګنده شي چې خلک په کومو ځانګړنو سره د تذکرې لاسته راوړل غواړي.

هغه زياته کړه چې دغه انلاين سروې د ټولنيزو پاڼو (Social Media) له لارې، د وږي مياشتې د اوومې نېټې له غرمې وروسته د نن ورځې (د وږي ١٦مه) تر غرمې مخکې ١١ بجو پورې دوام درلود.

د نفوسو د احوال د ثبت قانون پر بنسټ چې د ملي شورا له لوري تصويب او د ولسمشر له لوري توشېح شوې، د يادې تذکرې پر مخ باندې تر اوسه پورې د ملت او قوم نوم نشته او يواځې د شخص، د کورنۍ نوم، د پلار او نيکه نومونه، اوسنى او اصلي استوګنځاى، د زېږېدو نېټه او ځاى ليکل شوي دي.

ياده تذکره په دوو رسمي ژبو پښتو او دري چاپ شوې او په شا به يې په انګريزي ژبه هم ټولې ځانګړنې وليکل شي.

خو د برېښنايي تذکرو د وېش موضوع په دې ورځو په ځانګړي ډول په ټولنيزو شبکو کې په تودو خبرو اترو بدله شوې چې يو له جنجاله ډک مورد يې د ملت، قوم او دين کلمو ليکل دي چې د اوږدو خبرو اترو لامل شوي دي.

 

د فېسبوک کاروونکو د پژواک په سروې کې د ګډون تر څنګ په برېښنايي تذکرو کې د ځانګړنو د ځاى پر ځاى کولو په اړه ٦٠٠ بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي.

فضل امين اميني ويلي: ((افغان د پښتون په معنا نه دى او کېدى هم نه شي، افغان هغه چا ته اطلاق کېږي چې په افغانستان کې ژوند کوي او د افغانستان وي. زه وياړم چې افغان يم.))

جميل رازق داسې نظر لري: ((بايد د افغان کلمه وليکل شي، ځکه بهرنيان موږ ټول د افغان په نوم پېژني، نه د قومونو په نوم.))

احمد خالد حبيبي ليکلي: ((موږ ټول قومونه د هېواد په هره برخه کې افغانان يو، موږ يو قوم او يو ملت يو. موږ پښتون، تاجک، هزاره......نه لرو، موږ يو ملت او يو وجود يو.))

خو محمد سليم ايوبي بيا جلا نظر لري: ((د تذکرې په سر د افغانستان کلمه ليکل شوې، موږ ته توپير نه لري چې افغان او يا د افغانستان مليتونه، پښتون، تاجک، ازبک، ان که روس او انګرېز هم وليکل شي، توپير نه کوي، ځکه اسلامي جمهوريت ليکل شوى دى. په دې حالاتو کې موږ برېښنايي تذکرو ته اړتيا لرو، څو د ګاونډيو هېوادونو جاسوسان وپېژندل شي او لاسونه يې لنډ شي.))

 

خو عبدالله شاهد ليکلي: ((اصلاً يې يوه ته هم اړتيا نشته، ځکه په تذکرې باندې پر دواړو رسمي ژبو (د افغانستان اسلامي جمهوريت) ليکل شوي او زموږ ګاونډي هېوادونه هم همداسې دي.))

هغه په دې باور دى، کوم کسان چې په تذکرو کې د افغان کلمې غوښتنه کوي او چغې يې پيل کړې، د امتياز اخيستو او د ځان مطرح کولو او دغه راز دوى متعصب کسان او د قوم او ژبې په تعصب ککړ دي او خلکو تر منځ نفاق ته لمن وهي.

د دغو نظرونو تر څنګ حسام الدين حسام داسې يو نظر لري: ((د دې لپاره چې ژبه او قوم پالنه له منځه ولاړه شي، بايد هېڅ يو يې ونه ليکل شي، يواځې بايد د افغانستان اسلامي جمهوريت وليکل شي او بس!

خليل ابراهيمي وايي: ((ټولو قومونو ته د درناوي لپاره د دواړو کلمو ليکل ښه دي او که هر څومره ژر د ملي يووالي حکومت مشران پرېکړه وکړي او بايد د يادې ملي پروژې برخليک روښانه کړي؛ ځکه د افغانستان د پرمختګ لپاره دغه تذکرې ډېرې مهمې دي.))

مژګان احمدي ليکي: ((د تذکرې ځانګړنې بايد د نفوسو د احوالو د ثبت له قانون سره برابرې وي. که چېرې په قانون کې افغان راغلي، نو بايد وليکل شي او که چېرې نه وي راغلي، نه دي ذکر کېږي؛ ځکه وړاندې له وړاندې يې هغه څرګنده کړې او په پارلمان کې د خلکو استازو په دې اړه خبرې کړې او اړتيا نشته چې هر څه له ستونزو سره مخ شي.))

اندېښنې دا دي چې که چېرې په برېښنايي تذکرو کې د (افغان) کلمه او يا بل څه درج او يا حذف شي، نو د هغو تذکرو برخليک به څه وي چې پخوا په لوړو لګښتونو سره چاپ شوې دي.

خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ مرستيال ايمل مرجان په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د ملت، قوم او بل هر نوم زياتول به د پخوا چاپ شوو کارتونو د باطلېدو سبب نه شي.

هغه وايي چې ارګ، اجرائيه رياست او ملي امنيت شورا ته څلور طرحې استول شوې، څو يوه له هغو نه وټاکي.

د حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې ټولې تخنيکي، سياسي او حقوقي ستونزې حل شوې، ولسمشر او اجرايي رييس ورباندې هوکړې ته رسېدلي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اړوند بنسټونو خپل بشپړ چمتو والى ښودلى او ډېر ژر به د برېښنايي تذکرو د وېش بهير پيل شي.

په برېښنايي تذکره کې د يوه کس ټولې ځانګړتياوې درج شوې، له درغلۍ او لاسوهنې څخه په کې مخنيوى کېږي. د برېښنايي تذکرو په وېش سره دولت کولى شي چې په هېواد کې د وګړو کره شمېر هم ترلاسه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم ويلي چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو د برېښنايي تذکرو له وېش پرته امکان نه لري او د رايه ورکوونکو لېست د جوتېدو لپاره د وګړو کره شمېره اړينه ده، څو له مخې يې د رايې  ورکولو کارتونه ووېشل شي.

تاسې کولى شئ چې د برېښنايي تذکور په اړه خپل نظر د لاندې لينک له لارې شريک کړئ.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول د ډېټا ژورنالېزم راپورونه