منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

· ۲ دقیقې لوستل
غزه کې فلسطینیان د یوه کس جسد لېږدوي. (انځور: الجزیره)

کابل (پژواک) – د غزې تړانګې په مرکزي او سوېلي سیمو کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان دي.

الجزیرې نن (پنجشنبه، د لړم ١٤مه) د طبي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسرائیلو د غزې په بېلابېلو سیمو کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې، د غزې په دیرالبلح ښار کې د الاقصی شهیدانو روغتون طبي سرچینو ویلي چې نن سهار وختي د اسرائیلو یوې بې‌پیلوټه الوتکې د الزوایده سیمې لوېدیځ ته د بې‌ځایه شویو پر یوه خېمه دوه توغندي توغولي چې له امله یې ۲۷ کلن عبدالرحیم ولید مطر ژوند له لاسه ورکړی.

دغه راز، سرچینه زیاتوي چې د ناصر طبي مرکز ویلي چې د خان‌یونس په سیمه کې د اسرائیلو په ډزو یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د العوده روغتون یوې سرچینې هم ویلي چې د البریج کډوالو په کمپ کې د اسرائیلو په ډزو کې یو ماشوم ژوند بایللی.

الجزیرې د طبي سرچینو له قوله زیاته کړې چې د الزوایده په سیمه کې د اسرائیلو د یوې بلې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو بل فلسطینی هم ژوند له لاسه ورکړی.

د راپور له مخې، د اسرائیلو یوې بې‌پیلوټه الوتکې د دیرالبلح په البرکه سیمه کې د خلکو پر یوې غونډې هم برید کړی چې له امله یې څو کسان ټپیان شوي او د یوه روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

بلخوا، د غزې په شمال کې د الشفا روغتون یوې سرچینې ویلي چې د غزې ښار شمال لوېدیځ ته د الکرامه په سیمه کې پر یوه اپارتمان د اسرائیلو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو فلسطینی ټپي شوی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې اسرائیلو د غزې ښار ختیځې سیمې هم په توپونو ویشتلې او د غزې د ساحل پر لور یې ډزې کړې دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې پر غزه د اسرائیلو په بریدونو کې ۷۴ زره او ۶۱۸ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۵ زره او ۹۲۰ نور ټپیان شوي دي.