منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.م
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان معلوليت لرونکو کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): په بنګله دېش کې د معلوليت لرونکو کرکټ لوبډلو تر منځ په روانو سياليو کې افغانستان نن کوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بنګله دېش لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو  ١١٩ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٢٠ منډو هدف ورکړ.

هغه زياته کړه چې  د افغانستان له لوري محمدالله او عبدالله د بنګله دېش لوبډلې دوه، دوه لوبغاړي، طفيل او شېرين يو يو لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي، د افغانستان لوبډله ياد هدف د لوبې په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د نوموړي په وينا،  محمدالله د توپ اچونې ترڅنګ په توپوهنه کې هم خپله وړتيا وښوده او ٣٢ منډې يې جوړې کړې. دغه راز سنګر ١٩، عبيدالله ١٦، اشرف ١٣ او طفيل ١٣ منډې جوړې کړې.

محمدالله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې وړ ده چې د کرکټ په نړيوالو سياليو کې د افغانستان د معلوليت لرونکو لوبډلې دا لومړى بريا ده.

تر دې مخکې په دې سياليو کې هندوستان او پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

په دې سياليو کې د کوربه بنګله دېش تر څنګ افغانستان، پاکستان، هندوستان او د انګلستان لوبډلو برخه اخيستې وه. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې