منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پکتیکا کې ۱۱ وسلوالو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۰ کتنې

ښرنه ( پژواک، ۱۸ وږی ۹۴) : د پکتیا ولایت په وازې خوا  ولسوالۍ کې یوولسو تنو وسلوالو مخالفینو او امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال علي مست مومند د وږي په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تیره ورځ ناوخته د وازیخوا ولسوالۍ په غوایمه سیمه کې د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شپږ ساعته نښته شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې په دې جګړه کې یې پنځه تنه وسلوال وژلي، دوه تنه یې ټپیان کړي، او د طالبانو یو ډاټسن موټر چې له وسلو بار وه له منځه وړل شوی.

مومند وايي چې په دې جګړه کې د دوی دوه تنه ملي او سرحدي پولیس هم  وژل شوي، دوه تنه ټپیان، او د سرحدي پولیسو یو عراده ټانګ هم په جګړه کې له منځه تللی.

بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دیوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي،چې په یاده جګړه کې یې اووه پولیس وژلي او اووه تنه نور يې ژوندي نيولی دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه