ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حاجي نذیر خروټی د اروزګان نوی والي وټاکل شو

حاجي نذیر خروټی د اروزګان نوی والي وټاکل شو

author avatar
21 Sep 2015 - 21:28
حاجي نذیر خروټی د اروزګان نوی والي وټاکل شو
author avatar
21 Sep 2015 - 21:28

کابل ( پژواک، ۳۰ وږی ۹۴) : ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزو ارګانونو په وړاندیز حاجي نذیر خروټی داروزګان ولایت د نوي والي په توګه ټاکلی دی. 

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د اروزګان د اوسني سرپرست والي امان الله تیموري پر ځای نذیر خروټی ددغه ولایت د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې خروټی لوړې زده کړې کړي او په حکومتوالۍ کې پراخه تجربه لری.

حاجي نذير خروټى د کابل د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د جهاد پر مهال د مولوي يونس خالص په ګوند کې و.

هغه اوسمهال د خروټو قومي سراسري شورا اجراييه غړى و.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.