منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۴ غ.م
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو (MSF) اداره په کندوز کې په روغتون باندې د مرګوني هوایي برید په اړه د جزیاتو غوښتنه کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۵۲ کتنې

کابل/بروسلز، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر ۳مه. د بې پولې ډاکټرانو نړیواله طبي اداره (MSF) د افغانستان په کندوز ولایت کې په خپل روغتون باندې ډاروونکی هوایي برید په سختو ټکو سره غندي. په دې هوایي برید کې د درې ماشومانو په ګډون ۷ ناروغان او ۱۲ کارکوونکي وژل شوي ، او ۳۷ کسان پکې ټپیان شوي دي چې ۱۹ یې د روغتون کارکوونکي دي. دا برید نړیوال بشري قانون څخه څرګنده سرغړاوی دی.

ټولې نښې نښانې په دې دلالت کوي چې دا هوایي برید د نړیوال ائتلافي ځواکونو له لوري ترسره شویدی. د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF) په کندوز کې پر خپل روغتون باندې د نړیوال ائتلاف له لوري د شنبې د سهارني هوایي برید په اړه د بشپړو او رڼو جزیاتو غوښتنه کوي. د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF)  د هوایي برید د وروستي مسولیت او روڼتیا په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه هم کوي.

د بې پولې ډاکټرانو مشر، مایني نیکولای وویل چې، "دا یو کرکجن برید دی او د نړیوال بشري قانون څخه څرګنده سرغړاوی دی." هغه دا هم وویل چې، "مونږ له ائتلافي ځواکونو څخه د دې برید په اړه د بشپړې روڼتیا غوښتونکي یو. مونږ دا نشو منلی چې د وګړو په بوږنوونکي ډول له لاسه ورکول دې په ساده ډول له سترګو پټ شي."

پرون سهار وختي د ۲:۰۸ څخه تر ۳:۱۵ دقیقو پورې، په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) د جراحي په روغتون باندې هوایي بریدونه ترسره شول چې دا بریدونه د هرو ۱۵ دقیقو تر منځ ترسره کېدل. د روغتون مرکزي ودانۍ، چې د روغتون ټول روغتیایي واحدونه چې د ناروغانو بېړني خونه او د جسمي درملنې څانګه هم پکې وه په دوامداره او دقیق ډول د هر هوایي برید په ترڅ کې بمبار شول، پداسې حال کې چې د روغتون د څنګ ودانیو ته هیڅ زیان ور وانوښت.

د افغانستان په شمال کې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) د پروګرام مشر، هیمن نګارتنم وایي چې، "بمونه وغورځول شول او د الوتکو څرخېدل مو اورېدل." هغه وایي چې، "د بریدونو تر منځ ځنډ راغی، او بیا وروسته نور بمونه راوغورځول شول. دا ډول بریدونه په بیا بیا ډول ترسره شول. کله مې چې له کوټې څخه بهر وکتل، د روغتون منځنۍ ودانۍ د اور په لمبو کې پټه وه. په روغتون کې وګړو د ودانۍ دوو خوندي خونو ته ځانونه ورسول، خو هغه ناروغان چې حرکت یې نشو کولای، په خپلو بسترو کې تر مرګه وسوځېدل."

د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) له لوري اېتلافي، افغان پوځي ځواکونو او ملکي چارواکو ته د سپتمبر په ۲۹مه د جراحۍ روغتون د موقعیت (GPS) اړونده معلومات ورکړل شول تر څو په روغتون باندې د برید مخه ونیسي، خو د هر څه سربېره هوایي برید ترسره شو. د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF) هر کله په شخړه کې ښکېلو غاړو ته د روغتون د موقعیت په اړه له مخکې نه اطلاع او خبرتیا ورکوي.

د هوایي برید وروسته، د بې پولې ډاکټرانو د ادارې (MSF) ټیم په خواشینۍ سره سره کوښښ وکړ تر څو د ټپي کارکوونکو او ناروغانو درملنه او ساتنه وکړي، د هغوی لپاره یې د چارو د سمبالښت لپاره په یوه ویجاړه خونه کې یوه درملخونه جوړه کړه. هغه ناروغان چې په ژوره توګه ټپي شوي ول، د پلخمري روغتون ته ولېږدول شول.

د بې پولې ډاکټرانو مشر، مایني نیکولای وویل چې،"زمونږ د کارکوونکو او ناروغانو په مړینې سره، دې دې هوایي برید د کندوز وګړو لپاره د جراحۍ روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی له منځه وېووړ، په داسې حال کې چې دې ډول خدمتونو ته په اوس وخت کې ډېره اړتیا شتون لري." هغه زیاته کړه، "مونږ بیا په ټولو ښکېلو غاړو غږ کوو چې د ملکي وګړو، روغتیایي اسانتیاوو، او طبي کارکوونکو احترام دې د نړیوال بشري قوانینو په رڼا کې وساتي."

د دوشنبې په ورځ د شخړې د پیل راهیسې، د بې پولې ډاکټرانو ادارې  (MSF) د ۳۹۴ ټپیانو درملنه کړې ده. د هوایي بمبار پر مهال، په روغتون کې ۱۰۵ ناروغان، د هغوی پیوازان، او د دې ترڅنګ په روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې  (MSF)  80 نړیوال او افغان کارکوونکو شتون درلود. بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF) خپله خواخوږي او خواشیني د خپلو هغو کارکوونکو او ناروغانو کورنیو سره شریکوي چې خپل ژوند یې په ویرجن ډول په دې برید کې له لاسه ورکړ.

د MSF د جراحي روغتون د افغانستان په شمال ختیځ کې د خپل ډول یواځنی روغتون دی چې د څلورو کلونو راهیسې یې د بند د غړو د جراحۍ ترڅنګ نور وړیا روغتیایي خدمتونه هم وړاندې کوي. په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې، د ۲۲،۰۰۰ ناروغانو درملنه په همدې روغتون کې وشوه او له ۵۹۰۰ څخه ډېر جراحي عملیات ترسره شول. د MSF ډاکټران د ناروغانو د روغتیایي اړتیاوو پر اساس درملنه کوي او د قومي، مذهبي عقایدو او سیاسي اړیکو په نظر کې نه نیولو سره رغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

 بې پولې ډاکټران (MSF) یوه نړیواله روغتیایي  اداره ده چې په افغانستان کې یې خپلې چارې په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې پیل کړې. د بې پولې ډاکټرانو ادارې (MSF) په کندوز کې د جراحۍ روغتون د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د اګست په میاشت کې پرانیست تر څو د جراحۍ اړوندو قربانیانو، لکه د موټر د ټکر له امله او په شخړو کې د بمب د چاودنې او ګولیو له امله ټپي شوو وګړو ته د لوړ کیفیت او وړیا طبي  خدمتونه وړاندې کړي. د افغانستان د نورو سیمو په شان، د بې پولې ډاکټرانو د  ادارې (MSF)  افغان او نړیوال کارکوونکي په کندوز کې د غوره کیفیت درملنې د وړاندې کولو په موخه کار کوي. د د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF د عامې روغتیا د وزارت د احمد شاه بابا روغتون چې د کابل په ختیځ کې پروت دی، د دشت برچي د نسایي او ولادي روغتون چې د کابل په لویدیځ کې پروت دی، او د بوست روغتون چې د هلمند د لشکرګاه په ولسوالۍ کې پروت دی ملاتړ کوي. همدا شان، د بې پولې ډاکټرانو اداره (MSF) د خوست په ولایت کې چې د هېواد په ختیځ کې پروت دی د نسایي او ولادي روغتون چارې هم پر مخ بیایي. بې پولې ډاکټران (MSF) په افغانستان کې

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.