Language

خوست کې يوه محصل اتومات امنيتي دروازه جوړه کړې

خوست ښار (پژواک، ٢٨ تله ٩٤): په خوست کې د ميخانيکي انسټيټيوټ يوه محصل داسې دروازه جوړه کړې چې د چاودنې، ډزو او دغه راز د بل کوم لوړ غږ په پايله کې په اتومات ډول بندېږي.

دغه محصل چې فيض الله منګل نومېږي او د ياد انسټيټيوټ د برېښنا څانګې د لسم ټولګي زده کوونکی دی، وايي چې په خپل فکر او هڅو سره يې دغه نوښت کړی دی.

نوموړي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دې دروازې پر جوړېدو يې کابو پنځه مياشتې کار کړی او پايله يې هماغسې راوخته چې ده يې هيله درلوده.

فيض الله زياته کړه چې د دروازې په جوړښت کې يې پر عادي اوسپنو او د لرګي پر تختو سربېره له ځينو هغو برېښنايي الاتو څخه کار اخيستی دی چې په اتومات ډول د دروازې په بندېدو کې مهم رول لري.

نوموړي زياته کړه: "د دې لپاره چې دروازه د لوړ غږ په پايله کې په اتومات ډول بنده شي، ځيني مايکونه، لوډسپېکر، يو شمېر نورې پرزې او دغه راز د برېښنا لپاره يوه کوچنۍ بټرۍ لګول شوي دي."

که څه هم فيض الله پر ياده دراوزه د شوي لګښت په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل، له دې امله چې د کورنۍ اقتصادي وضعيت يې کمزوری دی، ټول لګښت د انسټيټيوټ ادارې ورکړی دى.

هغه زياته کړه چې يادې دروازې ته په بشپړ ډول يوه امنيتي دروازه ويلای شي؛ ځکه که انکشاف ورکړل شي، باوري دی چې د يوې کلا د امنيت په خوندي کولو کې به مهم رول ولوبوي.

فيض الله وويل: "هر کله چې دروازې ته نږدې په لس يا شل مترۍ کې د وسلې غږ اورېدل کېږي، يا څوک هڅه کوي چې له دروازې څخه په زور تېر شي، نو د شور ماشور پر مهال په خپله بندېږي."

دغه محصل وويل، که دولت يا بله کومه خيريه موسسه انسټيټيوټ ته د عملي زده کړو پوره وسايل ورکړي، د ده په ګډون ډېر نور محصلين د دې وړتيا لري چې ښه نوښتونه وکړي.

فيض الله زياته کړه، په انسټيټيوټ کې هېڅ داسې وسايل او امکانات نه لري چې دوی پرې عملي تجربې وکړي او په خپل لګښت يې د اخيستو توان نه لري.

هغه وويل: "موږ ته بايد خام مواد راکړل شي، څو د انسټيټيوټ محصلين عملي کار او تجربې ترسره کړي. اوس موږ يوازې نظري درسونه وايو، خو پايله يې ښه نه وينو."

د ياد انسټيټيوټ مدير دستګير جان ګربز پژواک اژانس ته وويل چې تر دې مخکې هم ځينو نورو محصلينو د بېلابېل ډول شيانو په جوړولو سره نوښتونه کړي.

login or register a new account.

Related Topics