منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېرو لسو کلونو کې ٧٢زره پروژې د کليو پراختيايي شوراګانو له لارې ترسره شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): د کليو د پراختيا وزير د کليو پراختيايي شوراګانو ملي کنفرانس کې ويلي، تېرو لسو کلونو کې څه باندې ٧٢زره پروژې د دې شوراګانو له لارې ترسره شوې دي.

دا دوه ورځنى کنفرانس چې نن پيل شو، د کليو پراختيا، ټولګټو، عامې روغتيا، له نشه يي توکو سره د مبارزې، پوهنې، کرنې، د ښځو چارو، انرژۍ او اوبو وزيرانو په کې خبرې وکړې او د دې شوراګانو د کار دوام يې اغېزمن وباله.

د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير نصير احمد دراني وويل، په تېرو لسو کلونو کې د کليو شوراګانو دا ثابته کړې، چې ارزښتناک بنسټونه دي.

د هغه په وينا، په دې موده کې ٧٢زره پروژې د دې شوراګانو له لارې چې شمېر يې ٣٥زرو ته رسېږي،  د څښاک پاکو اوبو، د لارو جوړول او رغول، د برېښنا تامين، د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو د جوړولو په برخه کې دي، تر سره شوې دي.

د دراني د معلوماتو له مخې، له دې پروژو څخه د هېواد ٢١ ميليونه اوسېدونکي په کليو کې ګټه اخيستې ده.

وزير وويل: "د پراختيايي خدمتونو وړاندې کول، د حکومت او پراختيايي پروژو تر منځ څرګند او دوه اړخيز تړون دى چې هر يو يې ځانګړي مسووليتونه لري، د اندېښنو لري کولو او د روڼتيا لوړولو کچې لپاره د کليو پراختيا وزارت هوډ لري، چې له پاليسي سره سم په هغو شمېر شوراګانو کې چې ټاکنې نه دي ترسره شوي، ټاکنې تر سره کړي."

نصير احمد دراني د دې مطلب څرګندولو تر څنګ چې يادو شوراګانو د کار دوام په اړه چمتووالى ښودلى، وويل: "د کليو شوراګانو غړي وايي، چې د دولت ملي پروګرامونه خپله شتمني ګڼو او ساتنه يې کوو؛ خو حکومت د پروژو په ساتنه او روڼتيا کې لږ پاملرنه کوي."

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير هم د دې شوراګانو پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، افغانستان کال کې شاوخوا څلور ميليارده افغانۍ خوراکي توکي واردوي؛ خو د کروندګرو او کليو شوراګانو په همکارۍ کولى شو چې دې برخه کې په ځان بسيا شو او سلګونه زره د کار نوې موکې رامنځ ته کړو.

هغه د بېلګې په توګه غنمو ته اشاره وکړه او ويې ويل: "هڅه کوو د غنمو له اړخه په ځان بسيا شو، که موږ وتوانېږو له بزګرو سره د هر جريب غنمو د توليد کچې لوړولو په برخه کې کار وکړو، حکومت چمتو دى چې د بازارموندنې او د غنمو پېر کې له کروندګرو سره همکاري وکړي."

د ضمير په وينا، له شوراګانو سره د همکارۍ د کړنلارې مسوده چمتوشوې ده چې پر بنسټ به يې، د کليو په کچه او د کروندګرو په وضعيت کې بنسټيز بدلونونه رامنځ ته شي.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي هم وويل، چې د تاريخ په اوږدو کې شوراګانې د هوکړې، ستونزو لرې کولو، له خنډونو او ننګونو څخه تېرېدلو وسيلې دي او د بشري ټولنو د ودې او پرمختګ لار برابروي.

د هغه په وينا، معارف د هېواد د ستر او پراخ ټولنيز نظام په توګه د خلکو او شوراګانو ګډون ته اړتيا لري.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فېروز  د روغتيا په برخه کې د شوراګانو ونډه مهمه وبلله او ويې ويل چې د شوراګانو په ګډون کولى شو، له هر ډول ناروغيو سره بريالۍ مبارزه وکړو.

هغه زياته کړه: "دولت ژمنه کړې چې د سږ کال تر پايه د ماشومانو ګوزڼ ناروغي ودروي، دا ژمنه عملي ده، په دې شرط چې خلک او پراختيايي شوراګانې په دې برخه کې همکاري وکړي."

د فيروز په وينا، له هغو ناروغيو سره مبارزه چې د مور او ماشوم د مرګ لامل ګرځي او همداراز له خوارځواکۍ سره مبارزه هم د دې شوراګانو پر مټ ښه پر وړاندې تللى شي.

د ټولټګو وزير محمود بليغ وويل، کليو کې د لارو د ساتنې او مراقبت، د کارکوونکو او وسايطو د امنيت ساتل، د پراختيايي شوراګانو همکارۍ له لارې ښه ترسره کېداى شي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي وويل، له نشه يي توکو سره مبارزه او هېواد کې د ټولنيز ثبات په برخه کې د پراختيايي شوراګانو ونډه ارزښتناکه ده.

هغې زياته کړه: "نشه يي توکو هېواد کې بدبختۍ او ناامنۍ رامنځ ته کړي، چې دا ستونزه هېواد کې د وسله والو مخالفينو د تمويل او سنبالتيا لامل شوې ده."

د دې ترڅنګ وزيرې د کليو  له پراختيايي شوراګانو څخه غوښتنه وکړه، چې په جدي توګه دې د کوکنارو د کښت او توليد مخه ونيسي.

دلبر نظري، د ښځوو چارو وزيرې وويل چې دا وزارت  هم کليو کې د پراختيايي شوراګانو له کار څخه ستاينه کوي او هڅه کوي، دا شوراګانې د جنست انډول په پام کې نيولو سره وده وکړي.

نوموړې زياته کړه، دا وزارت هوډ لري څو د کليو پراختيايي شوراګانو د کار ښه والي لپاره، د ښځو چارو رياستونو څارونکي د دې شوراګانو په جوړښت کې شامل کړي، څو د تاوتريخوالي فرهنګ پر ځاى د تفاهم او همپالنې فرهنګ پياوړى شي او د کليوالو ښځو د صنايعو لپاره کار وکړي.

د انرژۍ او اوبو وزير علي احمد عثماني وويل چې شوراګانې د خلکو او حکومت تر منځ نښلونکي پلونه دي او کولى شي د حکومت غږ د خلکو غوږونو ته ور ورسوي.

سربېره له دې هغه وويل چې د ځمکې استملاک بحث، ځيني وختونه د دې وزارت سترې پروژې له ننګونې سره مخ کوي، چې په دې برخه کې د شوراګانو همکاري کولى شي دا ستونزې يوه اندازه هوارې کړي.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل، د دې غونډې بل ويناوال و چې د پراختيايي شوراګانو اهميت په اړه يې هېواد کې د سولې او ټينګښت بهېر پياوړتيا ته اشاره وکړه او هغه يې اړينې وبللې.

د هغه په وينا، ټاکل شوې د سيمه ييزې حکومتولۍ پاليسي د کليو پراختيايي شوراګانو په چارو کې تعديل شي چې له مخې به يې په څرګند ډول، له حکومت سره د همکارۍ ښه والي او پراختيا لپاره د دې شوراګانو له اوسني رول څخه ملاتړ وشي.

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد