منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يو ښوونکى د بېوزلۍ له امله تر ښوونځي ١٨ کيلومتره پلى مزل کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱٢ لړم ۹۴): په کونړ ولايت کې يو ښوونکى د خراب اقتصادي وضعيت له امله هر ورځ ښوونځي ته ١٨ کيلومتره  پلی مزل کوي.

۶۵ کلن سيف الملوک د کونړ د مرکز اسعداباد  د يوې لرې سيمې اوسېدونکی دی او د وټه پور ولسوالۍ په منځني ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

هغه له پژواک اژانس سره په مرکه کې وويل: ((کرايه نه لرم، هر سهار تر لمانځه وروسته له نواباد څخه  مرکز اسعداباد او بيا وټه پور ولسوالۍ ته پلی ځم او خپل تدريس ته ځان رسوم.))

ښوونکی سيف الملوک چې کله وږى شي  په هغې وچې ډوډۍ ګوزاره کوي چې سهار يې په جېب کې له خپله کوره له ځان سره وړي.

دی وايي: ((له سرکاڼو تر وټه پوره ولسوالۍ پورې  ۱۸ کيلومتره پلی ځم او بيا هم دغه لاره پلې وهم. کرايه نه وي، د بې وزلۍ ژوندی دی، شپږ زره افغانۍ معاش لرم، ګوزاره پرې کوو.))

هغه په کورنۍ کې لس غړي لري خو ګټه وټه يې يواځې د ده پر غاړه ده.

د ده مشر زوی عبدالحليم شاوخوا ۱۸ کاله عمر لري؛ خو دی اجازه نه ورکوي چې له زده کړو پرته دې بل کار يا مزدوري وکړي.

حليم پژواک ته وويل: ((ما څو ځلې هڅه وکړه چې مزدوري وکړم، خو پلار مې نه پرېږدي او وايي چې بايد زده کړه وکړم.))

د سيف الملوک زوړ کور يواځې درى خونې لري خو د هوا له سړېدو سره سره يې د کور په دې خونو کې دروازې او کړکۍ نشته.

هغه هيله لري چې په يو نږدې ښوونځي کې ورته د ښوونکي په توګه دنده ورکړل شي.

د کونړ د پوهنې رياست مرستيال عبدالقهار اخوندزاده بيا وايي چې دغه ښوونکی يې د خپلې خوښې  پر اساس وټه پور ولسوالۍ کې د کمبود پر بست ټاکلی دی.

هغه وايي: ((دغه ښوونکي منلې ده چې د وټه پور په منځي ښوونځي کې تدريس ته حاضرېږي.))

ښايي په راتلونکي کې ښوونکی سيف الملوک يا نږدې ښوونځي ته بدل شي او يا نه، خو هغه تاکيد کوي چې د ژوند تر پايه به د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

د وټه پور د منځني ښوونځي زده کوونکی احسان الله پژواک ته وويل چې ښوونکی سيف الملوک ورته د صنفي اصولو په نوم کتاب تدريسوي او دوی ترې ډېر خوشحاله دي.

احسان الله پژواک ته وويل: ((ډېر زحمت کشه او با اصوله استاد دی. موږ پوهېږو چې له ډېرې لرې سيمې پلی ښوونځي ته ځي او راځي.))

د يادې لېسې سرښوونکى شمس الرحمن بيا د دغه ښوونکي له اخلاقو خوښ دی او خفګان ښکاره کوي چې هغه هره ورځ پلى ښوونځي ته تګ راتګ کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه