منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سپين غر زمريان د “شپږېزې” اتلان شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د سپين غر زمريانو کرکټ لوبـډلې د هېواد په کچه د کرکټ د ټولو لويو ملي سياليو "شپږېزې" په پاى لوبه کې د کابل بازانو ته په ماتې ورکولو سره د يادو سياليو اتلولي خپله کړه.

دا سيالۍ چې د شپـږو کورنيو لوبډلو په ګډون د لړم په ١١مه په کابل کې پيل شوې وې چې په ترڅ کې يې د بارانونو له امله څو لوبې ونه شوې، خو د زياتو لوبو د ګټلو او د منډو اوسط ته په کتلو سره د کابل بازان او سپين غر زمريانو لوبـډلو پاى ته لوبې ته لاره پيدا کړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميدان د لوندوالي له امله پرون له غرمې وروسته د يادو لوبډلو تر منځ پاى لوبه لس لس اوره ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه د سپين غر لوبـډلې وګټله او د کابل بازانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، د بازانو لوبډلې په ټاکل شوو ١٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٨٥ منډې جوړې کړې او زمريانو ته يې د ٨٦ منډو هدف ورکړ.

د کابل بازانو لوبډلې له لوري شهزاد محمدي په زړه پورې لوبه وکړه او ٣٦ منډې يې جوړې کړې، د سپين غر لوبـډلې له لوري ظاهر شېرزاد  او نواز احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي چې د سپين غر لوبډلې ياد هدف له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه لوبه يې وګټله او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه. کابل بازانو توپ اچوونکو له خوا راشد ارمان او انعام الله  دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د هوتک په وينا، نواز خان د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. سربېره پر دې، د سپين غر لوبډلې لوبغاړى سميع افريدی د سيالۍ غوره توپوهونکی، راشد ارمان د غوره توپ اچوونکي او محمدنبي عيسی خېل د دې سياليو غوره لوبغاړی ونومول شول.

د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس او نور کار کوونکي، د ولسمشرۍ ماڼۍ، د چارو ادارې، ملي شورا غړو تر څنګ په کابل کې د پاکستان سفير ابرار حسين، د ملي لوبډلې نوي روزونکي انضمام الحق او نورو کسانو برخه اخيستې وه.

نسيم الله دانش په پايلوبه کې د ګډون کوونکو لوبډلو ښه لوبه وستايله او ګټونکې لوبډلې ته يې مبارکي وويله او د دويم مقام اخيستونکې لوبډلې د لوبې ستاينه يې وکړه.

هغه زياته کړه چې دوى دغه ځل "شپږېزې" له نوو نوښتونو سره په لاره اچولې وې چې د مينه والو د هرکلي لامل هم شوې، خو ويې ويل چې بارانونو د"شپږېزې" خوند لږ پيکه کړ.

نوموړي له هغو کارکوونکو مننه وکړه چې تر سختو بارانونو وروسته يې د کرکټ ميدان د لوبې لپاره برابره کړه.

د کابل بازان لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د سپين غر لوبډلې ته مبارکي ورکړه او ويې ويل چې هغوى په پاى لوبه کې تر دوى ښه لوبه وکړه.

د سپين غر زمريانو د اتلې لوبډلې کپتان شفيق الله شفق له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې په دومره لوړه کړه چې يې ملي سيالۍ په لاره واچولې.

هغه وويل چې لوبډله يې د دې سياليو له پيله ښه لوبه پيل کړې وه او تر اخره پورې يې دې ته ادامه ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې ده، تېر کال د مس عينک اتلانو دا  اتلولي خپله کړې وه او تر هغه مخکې کال د سپين غر زمريانو د لومړي ځل لپاره د"شپږېزې" اتلولي ترلاسه کړې وه. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې